عَنْ سُفْيان بنِ عَبْدِ اللهِ الثَّقَفِيّ رضي الله عنه قال:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَكَ، قَالَ: «قُلْ: آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم وأحمد] - [مسند أحمد: 15416]
المزيــد ...

له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».

[صحيح دی] - [مسلم او أحمد روایت کړی دی] - [د امام أحمد مسند - 15416]

تشریح

صحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دین بنسټ په الله جل جلاله، د هغه په ​​ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو ایمان درلودل دي.
  2. له ايمان راوړلو وروسته د استقامت اهميت، عبادت ته ادامه ورکول او په هغه باندې ثابت قدمه پاتې کېدل.
  3. ایمان د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
  4. په الله جل جلاله ایمان؛ په هغه اصولو او عقایدو باور ساتل دي چې ایمان راوړل پرې واجب دي او هغه څه چې د زړونو له عملونو څخه یې پیروي کوي، او الله جل جلاله ته غاړه ایښودل، په ظاهر او باطن کې هغه ته تسلمېدل دي.
  5. استقامت؛ د واجباتو په تر سره کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره په مستقیمې لارې له دوامداره تللو څخه عبارت دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (59)
نور