عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«مَثَلُ الْمُنَافِقِ، كَمَثَلِ الشَّاةِ الْعَائِرَةِ بَيْنَ الْغَنَمَيْنِ تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2784]
المزيــد ...

ابن عمر - رضي الله عنهما- له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«د منافق مثال د هغه پسه په شان دی چې د دوو رمو تر منځه ځي راځي، کله دې ته ورځي او کله هغې ته ( نه پوهیږې چې کومې سره یو ځای شي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2784]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق حال بیانوي او دا چې - منافق - لکه د هغه پسه په څېر دی چې زړه نازړه وي؛ نه پوهیږي چې د کومې رمې پسې شي، کله دې رمې پسې ځي او کله بلې پسې، نو دوی د ایمان او کفر تر منځه زړه نازړه دي، نو نه خو دوی په ظاهر او باطن کې له مؤمنانو سره دي او نه په ظاهر او باطن کې له کافرانو سره دي، بلکې په ښکاره له مؤمنانو سره دي او په باطن کې په شک او تردید کې دي، نو کله دوی - مؤمنانو - ته تمایل کوي، او ځینې وختونه - کافرانو - ته تمایل کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه، - د اورېدونکو ذهن ته - د معنا د نږدې کولو لپاره د مثالونو وړاندې کول دي.
  2. د منافقینو د حالت - زړه نازړه توب، شک او بې ثباتۍ - بیان.
  3. د منافقانو د حالت په اړه خبردارۍ او په ظاهر او باطن کې د رښتینولۍ او په ظاهر او باطن کې د ایمان هوډ ساتل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)
نور