عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ الْإِيمَانَ لَيَخْلَقُ فِي جَوْفِ أَحَدِكُمْ كَمَا يَخْلَقُ الثَّوْبُ الْخَلِقُ، فَاسْأَلُوا اللَّهَ أَنْ يُجَدِّدَ الْإِيمَانَ فِي قُلُوبِكُمْ».

[صحيح] - [رواه الحاكم والطبراني] - [المستدرك على الصحيحين: 5]
المزيــد ...

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي».

[صحيح دی] - [الحاکم او الطبراني روایت کړی دی] - [المستدرک علی الصحيحین - 5]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ایمان د مسلمان په زړه کې داسې زړیږي او کمزوری کیږي، لکه څرنګه چې نوي جامې په زیاتو کارولو سره له منځه ځي؛ دا په عباداتو کې د نقصان، یا ګناهونو له امله او یا هم په شهوتونو کې د ښکیلتیا له امله. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته لارښوونه وکړه چې له الله تعالی څخه وغواړو چې ایمانونه مو د فرائضو په ادا کولو ، زیات ذکر او زیات استغفار ویلو سره تازه کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په زړه کې د استقامت او باور نوي کولو لپاره له الله څخه غوښتنه کول.
  2. ایمان؛ قول، عمل او باور دی، په طاعت سره زیاتیږي او په ګناه کولو سره کمیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)
نور