+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ -أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ- شُعْبَةً، فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الْإِيمَانِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ -أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ- شُعْبَةً، فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الْإِيمَانِ». "ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ايمان ډېرې څانګې او صفتونه لري چې کړنې، باورونه او ویناوې په بر کې نیسي.
او دا چې د ایمان تر ټولو لوړ او غوره خصلت د: «لا إله إلا الله» وینا ده، یعنې دا چې " له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته"، د دې وینا پر معنا پوهېدل او د هغې مطابق عمل کول او دا چې الله واحد او یوازینی د عبادت مستحق ذات دی چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق نشته.
او دا چې د ایمان ترټولو لږ عمل د خلکو له لارې څخه د هر ضرري څیز لرې کول دي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې حیاء د ایمان له خویونو څخه یو خوی دی او دا هغه خوی دی چې ښو کارونو ته هڅول او له ناوړه کارونو څخه ډډه کولو ته انسان اړباسي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية القيرقيزية النيبالية اليوروبا الليتوانية الدرية الصومالية الكينياروندا
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ایمان مرتبې لري چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي.
  2. ایمان له: وینا، عمل او باور څخه عبارت دی.
  3. د الله تعالی څخه حیا کول غوښتنه کوي چې: الله تعالی دې په هغه ځای کې ونه ویني چې له کوم ځای څخه یې منع کړی یې او په هغه ځای کې غیر حاضر نه شې چېرته یې چې درته (د حاضرېدو) امر کړی دی.
  4. د عدد ذکر کول په شمېر پورې محدودول ندي، بلکې دا د ایماني عملونو په زیاتوالي دلالت کوي، ځکه چې ځینې وختونه عرب د یو شی لپاره عدد ذکر کوي خو موخه یې له هغه پرته د نورو شیانو نفي کول نه وي.
نور