عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم يقول: «من رأى منكم منكراً فليُغيِّره بيده، فإلم يستطع فبلسانه، فإلم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي، چې فرمایل یې: څوک چې په تاسو کې بد (منکر) وویني؛ نو هغه دې په لاس سره منع کړي، که يې وس نه وي نو په ژبه او که يې وس نه وي نو په زړه سره ( یعنې بد دې وګڼي)، او دا تر ټولو ضعيف ايمان دى.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
ابو سعید خدري رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: په تاسو کې څوک چې بدي (منکر) وویني او دا خبره که: نارینه وي یا ښځینه، کوچنیان وي یا لویان او هر هغه څوک چې د (څوک او ستاسو څخه) د وینا لاندې راځي ټولو ته شاملیږي، او بد هغه څه دي چې په خپل ځان کې سپک وي، او په دوو شیانو سره پیژندل کیږي: د شریعت منع کول او (پر بدوالي یې)د عقل دلالت، خو د شريعت له وینا پرته پرې ګناه نه مرتبیږي. او نیکي د دې برعکس پېژندل کیږي، او خبره د خواهشاتو او اشتها نده، بیا پېغمبر - صلی الله علیه وسلم د منع کوونکي حال ته په لیدو له بدۍ څخه د منع کولو مرتبې بیان کړې، نو په لومړۍ مرتبه یې پیل وکړ او ویې ویل: په لاس سره، نو په لاس منع کول د هغه چا لپاره دي چې واک ولري، او یا د هغه چا لپاره چې ځواک ولري او په حکمت سره دا کار وکړي، خو چې په منع کولو سره د دې په څېر بله او یا لدې لویه بدي رامنځته نه شي، نو که چېرته یې په لاس سره منع نکړای شو نو په ژبې سره دې منع کړي، او په ژبې سره منع کول هم باید په مناسبو اسلوبو او مناسبې کړنلارې سره وي چې غصه یې را ونه پاروي او یا پرې لدې لویه بدي رامنځ ته نه شي، نو که چېرته یې په ژبې سره نه شو منع کولی نو په زړه سره دې منع کړي، پدې معنا که په ژبې له ویلو سره له ضرر څخه وېرېده نو په زړه سره دې منع کړي، یعنې هغه ناوړه کړنه دې په زړه کې بده وګڼي او اړ دی چې هغه د ناروا کړنې ځای پریږدي که یې په وس پوره وه، او دا تر ټولو هغه کمزوری ایمان دی، یعنې دا (دریمه مرتبه )د ایمان له نښو هغه تر ټولو کمزورې نخښه ده ځکه دا تر ټولو هغه لږ څه دي چې باید تر سره شي.