عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنُؤَاخَذُ بِمَا عَمِلْنَا فِي الجَاهِلِيَّةِ؟ قَالَ: «مَنْ أَحْسَنَ فِي الإِسْلاَمِ لَمْ يُؤَاخَذْ بِمَا عَمِلَ فِي الجَاهِلِيَّةِ، وَمَنْ أَسَاءَ فِي الإِسْلاَمِ أُخِذَ بِالأَوَّلِ وَالآخِرِ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابن مسعود - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایې: یو سړي وویل: ای د الله رسوله! آیا په هغه کړنو به ونیول شو چې په جاهلیت کې مو کړې دي؟ ویې ویل: چا چې په اسلام کې غوره عمل وکړ وبه نه نیول شي په هغه څه چې په جاهلیت کې یې کړي دي، او چا چې په اسلام کې بدي وکړه نو په لومړیو او ورستیو دواړو به ونیول شي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

یو سړي له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه د هغه بدیو او ګناهونو په اړه چې د جاهلیت په زمانه کې دوی کړې دي پوښتنه وکړه چې آیا پرې مجازات به شي او پرې به ونیول شي؟ نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وویل: چا چې په اسلام کې نیکي وکړه؛ او نیکي په اسلام کې په خپل دین پاتې کېدل او د ګناهونو پرېښودل دي، نو د هغه بدیو حساب ورسره نه کیږي چې په جاهلیت کې یې کړي دي؛ که هغه کبیره -ګناهونه - وي لکه: قتل او زنا او یا صغیره - ګناهونه - وي. او چا چې ګناه وکړه؛ او ګناه په اسلام کې له دین څخه اوړیدلو (مرتد) کېدلو ته وایي، نو د هغه ګناهونو حساب به ورسره کیږي چې د کفر او د اسلام په حالتونو کې یې کړي دي، دا د دې حدیث صحیح معنا ده، خو که چېرته وویل شي چې : (أساء) د نافرمانۍ او یا په اسلام کې د ګناه کولو په معنا ده نو بیا یې ظاهر د هغه څه خلاف دی چې امت پرې اجماع کړې ده؛ هغه دا چې اسلام هغه څه له منځه وړي چې وړاندې ترې تر سره شوي دي، او هغه یو حدیث دی په صحیح مسلم کې او الله تعالی فرمایلي: {قل للذين كفروا إن ينتهوا يغفر لهم ما قد سلف وإن يعودوا فقد مضت سنت الأولين}،ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرته دوى منع شي، (نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې ترې شوي دي، او كه چېرې دوى (كفر ته بيا) راوګرځي، نو په تحقیق سره د لومړنیو خلکو طریقه (قانون) تېر شوی دی. (له هغوى سره شوى عمل له دوى سره هم كېدونكى دى). او تاویل یې داسې دی چې: د هغه څه په سر به ملامته او ورټل شي چې په کفر کې یې کړي دي، لکه چې ورته وویل شي: آیا داسې او داسې دې نه و کړي حال دا چې ته کافر وې؟ نو آیا اسلام دې منع نه کړې چې هغه ډول کړنې بیا تر سره کړې کله دې چې اسلام راوړ. او ویل شوي: کیدی شي د : (أساء فی الاسلام) معنی دا وي چې اسلام یې سم او روغ ندی، او یا یې ایمان خالص ندی چې یا به منافق وي او داسې نور، او لومړی تفسیر د اعتبار وړ دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د صحابو-رضی الله عنهم- توجه او پاملرنه په عملونو او قبلیدو یې.
  2. په اسلام کې نیکۍ کولو او بدیو پرېښودلو ته هڅوونه.
  3. له اسلام څخه مرتد سره به په اسلام او کفر دواړو کې د ګناهونو حساب کیږي.
نور