عن ابن عباس رضي الله عنهما : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم لما بعث معاذا إلى اليمن قال له: "إنك تأتي قوما من أهل الكتاب، فليكن أولَ ما تدعوهم إليه شهادة أن لا إله إلا الله" -وفي رواية: "إلى أن يوحدوا الله-، فإن هم أطاعوك لذلك فأعلمهم أن الله افترض عليهم خمس صلوات في كل يوم وليلة، فإن هم أطاعوك لذلك فأعلمهم أن الله افترض عليهم صدقة تؤخذ من أغنيائهم فَتُرَدُّ على فقرائهم، فإن هم أطاعوك لذلك فإياك وكَرَائِمَ أموالِهم، واتق دعوة المظلوم فإنه ليس بينها وبين الله حجاب".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

د ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم- معاذ یمن ته ولیږه ورته یې وویل: ته د اهل کتابو یو قوم ته ورځې، نو لومړی هغه څه چې ته یې هغوی ته بلنه ورکوې پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او په بل روایت کې دي: د دې لپاره چې الله په یووالی ومني- نو که چیرته دوی پدې خبره کې ستا اطاعت وکړ، نو وروښایه چې الله تعالی پرې په ټوله شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی، نو که چېرته دوی پدې خبره کې ستا اطاعت وکړ، نو وروښایه چې الله د دوی په مالونو کې په دوی باندې خیرات او زکات ایښی دی چې له مالدارانو به اخیستل کیږي او بیرته به فقیرانو ته ورکول کیږي، نو که چېرته دوی پدې خبره کې ستا اطاعت وکړ نو د هغوی له غوره مالونو - اخیستلو - څخه ځان وژغوره، او د مظلوم له ښیرا څخه ځان وساته، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه کومه پرده نشته.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل - رضي الله عنه - د یمن ولایت ته د الله لورې ته د بلنې ورکوونکي او ښوونکي په توګه ولیږه. نو هغه ته یې یو پلان ترسیم کړ تر څو پرې د دعوت پر مهال مخته لاړ شي، ورته یې وښودل چې هغه به د یهودو او نصاراو د داسې قوم سره مخ شي چې هغوی به د علم او استدلال خاوندان وي، نو باید چې مناظرې او شبهو ته یې د جواب ویلو لپاره چمتو والی ولري، بیا دې په بلنه کې لومړی په تر ټولو مهمې مسئلې باندې پیل وکړي او خلک دې لومړی د عقیدې سمون ته راوبلي، ځکه چې دا اساس دی، نو کله چې هغوی دېته غاړه کېښوده بیا دې ورته په لمانځه امر وکړي، ځکه چې لمونځ له توحید څخه وروسته تر ټولو لوی فرض دی، کله یې چې لمونځ ومانه، بیا دې د هغوی شتمنو ته امر وکړي تر څو د خپلو مالونو زکات د هغوی غریبانو ته ورکړي، د خواخوږۍ او الله تعالی ته د شکر ویستلو له مخې، بیا یې د هغوی د غوره مال له اخیستلو څخه منع کړ، ځکه واجب منځمهالی مال دی، بیا یې عدالت کولو او ظلم پرېښودلو ته وهڅاوه، د دې لپاره چې مظلوم ورته ښیرا و نه کړي، حال دا چې د مظلوم ښیرا قبلیدونکې ده.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله - تعالی - لورې ته د بلونکو د لیږلو مشروعیت.
  2. ګواهي ورکول - چې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته - لومړی فرض دی، هغه چې خلک ورته باید راوبلل شي.
  3. د شهادة أن لا ِاله الا الله معنا په عبادت سره د الله یووالی منل او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي.
  4. کیدی شي یو څوک قاري هم وي خو د لا ِاله الا الله په معنی نه پوهیږي، یا دا چې پرې پوهیږي خو لکه د اهل کتابو عمل پرې نه کوي.
  5. عالم سره خبرې کول د جاهل سره د خبرو کولو په څېر نه وي "ته د اهل کتابو یو قوم ته ورځې."
  6. دې پاملرنه چې انسان ته په کار دي په ځانګړې توګه بلونکي (داعي) ته چې د خپل دین په اړه پوره معلومات ولري، تر څو ځان د شک کوونکو له شبهو څخه خلاص کړي او دا کار یوازې د علم په زده کړې سره کیږي.
  7. دا چې لمونځ له شهادتینو وروسته تر ټولو لوی فرض دی.
  8. د پنځګونو لمونځونو فرضیت.
  9. د وترو لمونځ واجب ندی.
  10. دا چې زکات د لمانځه څخه وروسته تر ټولو واجبي رکن دی.
  11. مالدارنو ته د زکات ورکول روا ندي.
  12. د زکات دلګښتونو څخه د یو لګښت بیان، چې هغوی فقیران دي او دا چې یوازې همدوی ته ورکړل شي، نو واجب ندي چې د زکات ټولو اته ډوله مستحقانو ته ورکړل شي.
  13. د هر هیواد د خلکو زکات د همغه هېواد په غریبو باندې لګول روا دي؛ د دې حدیث له مخې، که چېرته بل هیواد ته د زکات لیږدول د ښکاره ګټو لپاره وي نو په دې کې هیڅ حرج نشته؛ لکه په بل هیواد کې د اړتیا شدت، یا د غریبو خپلوانو شتون او داسې نور.
  14. زکات کافر ته نه ورکول کیږي.
  15. له غوره مال څخه د زکات اخیستل روا ندي مګر د څیښتن له رضایت سره.
  16. له غوره مال څخه د زکات اخیستل روا ندي، بلکه باید د منځمهالي مال څخه واخیستل شي.
  17. له ظلم څخه منع کول، او دا چې د مظلوم دعا قبلیږي اګر که ګناهکار هم وي.