عَن عَبدِ الله بنِ الشِّخِّير رضي الله عنه قَالَ:
انْطَلَقْتُ في وَفدِ بَنِي عَامِرٍ إِلى رَسُولِ الله صلى الله عليه وسلم، فَقُلنا: أَنتَ سيّدُنَا، فقال: «السَّيدُ اللهُ»، قُلنا: وَأَفْضَلُنا فَضْلاً، وأعظَمُنا طَوْلاً، فقال: «قُولُوا بِقَولِكُم، أَو بَعضِ قولِكُم، وَلَا يَسْتَجْرِيَنَّكُم الشَّيطَانُ».
[صحيح] - [رواه أبو داود وأحمد]
المزيــد ...
له عبدالله بن الشخیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې :
زه د بنو عامر له پلاوي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور روان شوم، موږ وویل: ته زموږ بادار یې، هغه وفرمایل: «الله جل جلاله بادار دی»، موږ وویل: په موږ کې د فضیلت له اړخه تر ټولو غوره او د نفوذ له اړخه تر ټولو پیاوړی یې، هغه وفرمایل: څه چې وایئ ووایئ، یا ځینې داسې ویناوې وکړئ، خو شیطان دې تاسې له حد څخه په اوړېدلو دوکه نه کړي».
صحيح - ابوداود روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، کله چې ور ورسېدل - نو د هغه ستاینه یې په - ځینو داسې الفاظو وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بدې وګڼلې. هغوی وویل: "ته زموږ بادار یې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: " الله جل جلاله بادار دی" هغه په خپل مخلوق باندې بشپړ حاکمیت لري او دوی یې بندګان دي. هغوی وویل: "ته د فضیلت له اړخه په موږ کې غوره یې" او په رتبه، عزت او امتیاز کې تر ټولو لوړ یې. او ته " د نفوذ له اړخه په موږ کې ترټولو لوی یې" او ترټولو سخاوتمند، لوړ، او په مرتبه کې تر ټولو پورته یې. بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې هغه څه دې ووایی چې دوی یې معمولا وایی او په الفاظو کې دې له حد څخه نه اوړي او تکلف دې نه کوي، او شیطان دې دوی له حد څخه په اوړېدلو سره دوکه نه کړي، کوم چې انسان په حرامو کې ښکېلوي لکه: شرک او د شرک حرام شوي سببونه دي.