عن عدي بن حاتم رضي الله عنه : "أنه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقرأ هذه الآية: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" فقلت له: إنا لسنا نعبدهم، قال: أليس يُحَرِّمُونَ ما أحل الله فتُحَرِّمُونَهُ؟ ويُحِلُّونَ ما حَرَّمَ الله فتُحِلُّونَهُ؟ فقلت: بلى، قال: فتلك عبادتهم".
[صحيح] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...

له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه واوریدل چې دا آیت یې لوسته: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" 9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر واکداران د حل او د حرمت نیولي دي او د مریم زوى مسیح (يې هم) معبود نیولای، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي. - وایي - نو ما ورته وویل: مونږ د هغوی عبادت نه کوو، ویې ویل: آیا هغوی نه حراموي هغه څه چې الله حلال کړي دي، او بیا یې تاحرام ګڼئ، او حلالوي هغه څه چې الله حرام کړي دي او بیا یې تاسو حلال ګڼئ؟ نو ما وویل: هو : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

کله چې دې جلیل القدر صحابي له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د دې آیت تلاوت واوریده چې د یهودو او نصاراو په اړه پکې وضاحت شوی دی: چې دوی خپل علما او عابدان خپل معبودان جوړ کړي، هغوی ورته هغه څه روا کوي چې د الله د شریعت سره په ټکر کې وي، او بیا یې په هغې کې اطاعت هم کوي، نو د دې آیت معنا باندې - صحابي - پوه نه شو، ځکه هغه ګمان کاوه چې عبادت یوازې سجده کول او داسې نور - کارونه - دي، تر دې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورته وضاحت ورکړ چې : د یهودو د علماوو او مسیحی عابدانو له عبادت څخه دا دي چې : دوی یې اطاعت کوي د حلالو په حرامولو او حرامو په حلالولو سره، د الله - تعالی - او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - د حکم خلاف.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه ألماني ياباني آسامي ألباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله - تعالی - د احکامو په بدلولو کې د عالمانو او نورو مخلوقاتو اطاعت کول - که چیرې اطاعت کوونکي د الله له قانون څخه د دوی په سرغړونه پوهیږي - لوی شرک دی.
  2. حلالول او حرامول د الله - تعالی - حق دی.
  3. د شرک د یو ډول بیان؛ چې هغه د اطاعت شرک دی.
  4. د ناپوهانو د پوهاوی مشروعیت.
  5. د عبادت معنی پراخه ده او هر هغه څه شاملیږي چې الله خوښوي او پرې راضي کیږي له ظاهري او باطني کړنو او ویناوو څخه.
  6. د احبارو (یهودي عالمانو )او راهبانو ( مسیحي عابدانو) د ګمراهۍ بیان.
  7. د یهودانو او نصاراو د شرک اثبات
  8. د پېغمبرانو د دين اصل يو دى، او هغه توحيد دى.
  9. د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت کول د هغه عبادت دی.
  10. د پټو احکامو په اړه له علماوو څخه وضاحت غوښتل واجب دي.
  11. زده کړې ته د صحابه کرامو لیوالتیا.