عن عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنه- مرفوعاً: "مَن ردته الطِّيَرَة عن حاجته فقد أشرك، قالوا: فما كفارة ذلك؟ قال: أن تقول: اللهم لا خير إلا خيرك، ولا طَيْرَ إِلَّا طَيْرُكَ ولا إله غيرك".
[صحيح] - [رواه أحمد]
المزيــد ...

د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.
[صحيح] - [احمد روايت کړی دی]

تشریح

پدې حدیث کې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې څوک چې د بد فال نیونې له امله په خپل کار کې له مخته تګ څخه منع شو نو حقیقت کې یې یو ډول شرک وکړ، کله چې صحابه کرامو ورڅخه د دې لویې ګناه د کفارې پوښتنه وکړه، نو دې مبارکو عبارتونو ته یې د هغوی لارښوونه وکړه چې په حدیث کې دي، او په ترڅ کې یې چارې الله ته سپارل کیږي، او ځواکمني د هغه پرته له نورو څخه نفي کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه چا د شرک ثابتېدل چې بد فالي یې له خپل هدف څخه وګرځوي.
  2. د مشرک د توبې قبلېدل.
  3. هغه چاته لارښونه چې په بد فالۍ(۱) کې واقع شو؛ چې څه باید ووایې.
  4. خیر او شر د الله - تعالی - لخوا تعین شوي دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (27)
نور