1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده

عَنْ مَحْمُودِ بْنِ لَبِيدٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ، يَقُولُ اللهُ عز وجل لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِذَا جُزِيَ النَّاسُ بِأَعْمَالِهِمْ: اذْهَبُوا إِلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاؤُونَ فِي الدُّنْيَا، فَانْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً؟».

له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».

حسن احمد روايت کړی دی د امام أحمد مسند - 23630

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې تر ټولو زیات شی چې هغه ترې په خپل امت وېره لري: کوچنی شرک دی: او هغه د یو چا په خاطر له عمل کولو څخه عبارت دی. بیا یې د قیامت په ورځ د ریا کارانو له جزا څخه خبر ورکړ چې هغوی ته به وویل شي: هغه چا ته ورشئ چې تاسو به یې په خاطر یو کار کاوه، نو وګورئ چې تاسو ته په هغو عملونو د اجر درکولو واک لري؟!

د حديث له ګټو څخه

  1. په عمل کې الله تعالی ته د اخلاص کولو وجوب، او له ریا څخه ځان ساتل.
  2. په خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مهرباني، او د هغوی په هدایت او نصیحت یې ټینګار.
  3. كله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېره په صحابه کرامو دومره وه حال دا چې هغوي یې مخاطب وو او هغوي د نیکانو سرداران وو، نو څوک چې له هغوي وروسته راځي په هغوي یې وېره لا زیاته ده.

د ژباړو راړول

59 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية