عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1442]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1442]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیژي، دوه ملاېکې راښکته کېږي او اواز کوي: یوه یې وایي چې:
اې الله! څوک چې په طاعتونو، اولادونو، میلمنو او د خېر کارونو کې لګښت کوي هغه ته د لګول شوي مال څخه ډېره بدله ورکړه او برکت ورته پکې واچوه.
او بله وایي: اې الله! څوک چې پدې کارونو کې لګښت نه کوي مال یې تلف کړه، او هغه مال یې برباد کړه چې له اړمنو څخه یې منع کړی دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سخاوتمند لپاره دعا کول روا دي چې ډېره معاوضه ترلاسه کړي او دا چې د لګول شوي مال څخه الله زیات ورکړي، او بخیل انسان ته بد دعاوې کول چې هغه مال یې تلف شي چې بخل یې پرې کړی او په هغو لارو کې د لګښت څخه انکار کړی چې الله پرې واجب کړي دي.
  2. د ملایکو له خوا لګښت کوونکو نیکو مؤمنانو ته د خېر او برکت دعا، او دا چې دعا یې قبلیږي.
  3. په واجبو او نفلي لارو کې په لګښت کولو ټینګار؛ لکه په کورنۍ، خپلوانو او د خېر په لارو کې لګښت.
  4. په نیکو کارونو کې د مصرف کوونکي فضیلت او دا چې اجر به یې الله ورکوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ﴾ [سبأ: 39].او څه چې تاسو يې (په خير كې) لګوئ نو هغه (الله) يې بدله دركوي او همغه تر ټولو ښه روزي وركونكى دى.
  5. دا خېراوې د هغه چا لپاره دي چې له واجبو نفقو څخه ځان ساتي، خو مستحب نفقې په کې نه راځي؛ ځکه چې خاوند یې د دې خېراوو مستحق نه دی.
  6. د بخل او کنجوسۍ حرموالی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (47)
نور