+ -

عَنْ أَبِي ذَرٍّ رضي الله عنه:
أَنَّ نَاسًا مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالُوا لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: يَا رَسُولَ اللهِ، ذَهَبَ أَهْلُ الدُّثُورِ بِالْأُجُورِ، يُصَلُّونَ كَمَا نُصَلِّي، وَيَصُومُونَ كَمَا نَصُومُ، وَيَتَصَدَّقُونَ بِفُضُولِ أَمْوَالِهِمْ، قَالَ: «أَوَلَيْسَ قَدْ جَعَلَ اللهُ لَكُمْ مَا تَصَّدَّقُونَ؟ إِنَّ بِكُلِّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَكْبِيرَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَحْمِيدَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةً، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةٌ، وَنَهْيٌ عَنْ مُنْكَرٍ صَدَقَةٌ، وَفِي بُضْعِ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، أَيَأتِي أَحَدُنَا شَهْوَتَهُ وَيَكُونُ لَهُ فِيهَا أَجْرٌ؟ قَالَ: «أَرَأَيْتُمْ لَوْ وَضَعَهَا فِي حَرَامٍ أَكَانَ عَلَيْهِ فِيهَا وِزْرٌ؟ فَكَذَلِكَ إِذَا وَضَعَهَا فِي الْحَلَالِ كَانَ لَهُ أَجْرٌ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1006]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو خلکو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې د الله رسوله! اجرونه خو ټول مالدارنو واخېستل؛ هغوی لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي، هغه وویل: « آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! زمونږ څخه به یو کس خپل شهوت پوره کوي او هغه ته به پرې اجر وي؟ هغه وویل: «راته ووایئ که چېرته یې په حرامو کې پوره کړي و نو آیا ګناهکار شوی به و؟ نو همداسې ده، کله چې خپل شهوت د حلال لارې پوره کړي نو اجر ورته شته».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1006]

تشریح

د صحابه کرامو ځینو فقیرانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل حال او غریبۍ په اړه شکایت وکړ، او دا چې نه شي کولی د الله په لار کې مالونه صدقه کړي تر څو د خپلو نورو مالدارو ورونو په څېر اجرونه تر لاسه کړي او د هغوی په څېر د خېر کارونه وکړي؛ ځکه هغوی هم لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، او زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي او موږ یې نه خیراتوو! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې داسې صدقاتو ته لارښوونه وکړه چې دوی یې کولی شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا الله تعالی تاسو ته داسې څه نه دي درکړي چې تاسو یې د ځان لخوا صدقه کړئ؟! یقینا چې ستاسو (سبحان الله) ویل تاسو ته د صدقې اجر لري، او همداسې (الله اکبر) ویل صدقه ده، (الحمد لله) ویل صدقه ده، (لا اله الا الله) ویل صدقه ده، (امر بالمعروف) صدقه ده او (نهی عن المنکر) صدقه ده، بلکې کله چې ستاسو څخه یو څوک د خپلې ښځې سره کوروالی کوي، دا د هغه لپاره صدقه ده. نو دوی حیران شول او ویې ویل: اې د الله رسوله! آیا زموږ څخه به یو تن خپل شهوت پوره کوي او هغه ته پرې اجر وي؟ هغه وفرمایل: ماته ووایئ که چېرته یې د حرامې لارې خپل شهوت پوره کړی و، یعنې زنا او یا بل داسې کار یې کړی و، نو آیا پرې به ګناهکار شوی و؟ نو همدا خبر ده چې کله یې د حلالې لارې پوره کړي ورته اجر دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د صحابه کرامو تر منځ د خېر په کارونو، او د الله تعالی لخوا د لوی اجر او ثواب په تر لاسه کولو کې خپلمنځي سیالۍ.
  2. د ثوابي کارونو ډېروالی او په دې کې هر هغه عمل شامل دی چې یو مسلمان یې د ښه نیت او ښه هدف له مخې ترسره کوي.
  3. د اسلام آساني او سهولت، ځکه هر مسلمان داسې یو څه مومي چې په عملي کولو سره یې د الله تعالی اطاعت وکړي.
  4. نووي وايي: دا د دې ثبوت دی چې مباح عملونه د نیت د ریښتینولۍ سره اطاعت ګرځي، جماع هغه وخت په عبادت اوړي چې نیت د مېرمنې حقونه پوره کول او د هغې سره د مهربانۍ چلند کول وي، لکه څنګه چې الله تعالی امر کړی دی، یا د صالح اولاد غوښتل، یا د خپل ځان او یا خپلې مېرمنې عفت ساتل او حرامو ته د لیدلو، پکې فکر کولو، یا یې په اړه اندېښنې کولو د مخنیوي او داسې نورو نیکو موخو لپاره وي.
  5. مثال او تشبیه کارول، تر څو اورېدونکي ته روښانه شي او قناعت یې پرې وشي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور