عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم فيما يَحْكِي عن ربه تبارك وتعالى، قال: «أَذْنَبَ عَبْدٌ ذَنْبًا، فقال: اللهم اغْفِرْ لي ذَنْبِي، فقال اللهُ تبارك وتعالى: أَذْنَبَ عَبْدِي ذَنْبًا، فَعَلِمَ أَنَّ له رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ، ويَأْخُذُ بالذَّنْبِ، ثم عَادَ فَأَذْنَبَ، فقال: أَيْ رَبِّ اغْفِرْ لي ذَنْبِي، فقال تبارك وتعالى: أَذْنَبَ عَبْدِي ذَنْبًا، فَعَلِمَ أَنَّ له رَبًّا، يَغْفِرُ الذَّنْبَ، ويَأْخُذُ بالذَّنْبِ، قَدْ غَفَرْتُ لِعَبْدِي فَلْيَفْعَلْ ما شَاءَ»
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
أبو هریرة - رضی الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې د خپل رب تبارک وتعالی څخه حکایت کوي، فرمایې: یو بنده ګناه وکړه او ویې ویل: اللهم اغْفِرْ لي ذَنْبِي، ای الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: أَذْنَبَ عَبْدِي ذَنْبًا، فَعَلِمَ أَنَّ له رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ، ويَأْخُذُ بالذَّنْبِ، زما بنده ګناه وکړه او پدې پوه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او د ګناهونو سزا ورکوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، بیا یې وویل: ای زما ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: أَذْنَبَ عَبْدِي ذَنْبًا، فَعَلِمَ أَنَّ له رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ، ويَأْخُذُ بالذَّنْبِ، زما بنده ګناه وکړه او پدې پوه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او د ګناهونو سزا ورکوي، ما خپل بنده ته بخښنه وکړه، نو هر څه چې غواړي ودې کړي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
کله چې بنده کومه ګناه وکړي، بیا ووايي: ای الله ماته زما ګناه وبخښه، الله جل جلاله فرمايي: زما بنده ګناه کړې ده، او پوهېږي چې د هغه یو رب شته چې ګناه یې بخښي؛ نو پرده پرې واچوي او له ګناه څخه ورته تېر شي، او یا پرې سزا ورکړي، بیا یې ګناه وکړه او ویې ویل: ای ربه، زما ګناه راته وبخښه، نو رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه کړې ده، او هغه پوهېږي چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښي، نو پرده پرې واچوي او له ګناه څخه ورته تېر شي، او یا یې پرې مجازات کړي، نو هره ګناه چې وغواړي ودې کړي او صحیح توبه دې ورپسې وباسي، هغه به همداسې کوي، یعنې ګناه به کوي او توبه به وباسي، زه ورته بخښنه کوم، ځکه چې توبه مخکني هر څه له منځه وړي.