عَن أَبِي بُرْدَةَ بْنِ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
وَجِعَ أَبُو مُوسَى وَجَعًا شَدِيدًا، فَغُشِيَ عَلَيْهِ وَرَأْسُهُ فِي حَجْرِ امْرَأَةٍ مِنْ أَهْلِهِ، فَلَمْ يَسْتَطِعْ أَنْ يَرُدَّ عَلَيْهَا شَيْئًا، فَلَمَّا أَفَاقَ، قَالَ: أَنَا بَرِيءٌ مِمَّنْ بَرِئَ مِنْهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَرِئَ مِنَ الصَّالِقَةِ وَالحَالِقَةِ وَالشَّاقَّةِ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1296]
المزيــد ...
د ابي برده بن ابي موسی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بېهوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزاره شوی دی بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1296]
ابو برده رضي الله عنه کیسه کوي چې پلار یې، ابو موسی الاشعري رضي الله عنه، سخت ناروغ شو تر دې چې بېهوښه شو، نو سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې کېښود، هغې چیغه کړه او ژړا یې پیل کړه، خو هغه د خپلې بېهوښۍ له امله ونه توانېد چې هغې ته څه ووایي. خو کله چې راویښ شو ویې ویل: زه له هغه چانه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بې زاره شوی دی، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه چا څخه بېزار دی چې هغه: (صالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال چغې وهي. (الحالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپل سر خریي (له ځانه وېښتان شکوي). (الشاقة) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپلې جامې (ګرېوان) څیري کوي. ځکه دا کارونه د جاهلیت له کړنو څخه دي، بلکې د مصیبت پر مهال په صبر باندې امر شوی او دا چې له الله تعالی څخه یې اجر وغوښتل شي.