+ -

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا، فَلْيَعْتَزِلْنَا -أَوْ قَالَ: فَلْيَعْتَزِلْ- مَسْجِدَنَا، وَلْيَقْعُدْ فِي بَيْتِهِ»، وَأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُتِيَ بِقِدْرٍ فِيهِ خَضِرَاتٌ مِنْ بُقُولٍ، فَوَجَدَ لَهَا رِيحًا، فَسَأَلَ فَأُخْبِرَ بِمَا فِيهَا مِنَ البُقُولِ، فَقَالَ قَرِّبُوهَا إِلَى بَعْضِ أَصْحَابِهِ كَانَ مَعَهُ، فَلَمَّا رَآهُ كَرِهَ أَكْلَهَا، قَالَ: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي». ولِمُسْلِمٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 855]
المزيــد ...

له جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا، فَلْيَعْتَزِلْنَا -أَوْ قَالَ: فَلْيَعْتَزِلْ- مَسْجِدَنَا، وَلْيَقْعُدْ فِي بَيْتِهِ»، «څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی راوړل شو چې په هغه کې پیاز یا بل ډول شنه سبزیجات و، نو هغه یې بوی حس کړ، نو پوښتنه یې وکړه او ورته وویل شو چې شنه بوی لرونکي سبزیجات پکې دي، نو ویې فرمایل چې د هغه ځینو ملګرو ته یې وړاندې کړئ چې له هغه سره (په سفر کې) وو، نو کله یې چې ولیدل له خوړلو یې کرکه وکړه او ویې ویل: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي». «وخورئ، ځکه زه له هغه چا سره مناجات کوم چې ته یې نه کوې».

[صحيح] - [په دواړو روايتونو سره متفق عليه دی] - [صحیح بخاري - 855]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه څوک چې هوږه او یا پیاز وخوري جومات ته له تلو څخه منع کړی دی، تر څو خپل هغه وروڼه په بدبویۍ سره ونه ازاروي چې جومات ته د جماعت لپاره راغلي دي، جومات د تللو په اړه دا ممانعت تنزیهي دی، نه دا چې دا خواړه ناروا دي، ځکه چې دا مباح خوراکونه دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه کټوۍ راوړل شوه چې سبزیجات پکې وو، نو کله یې چې بوی کړل او د هغه څه په اړه خبر ورکړ شو چې په کټوۍ کې دي نو له خوړلو یې انکار وکړ او خپلو نورو ملګرو ته یې د خوړلو لپاره وړاندې کړل، نو هغه هم د ده پسې د اقتدا له مخې له خوړلو کرکه وکړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولېده ویې فرمایل: وخوره؛ ځکه چې زه له ملاېکو سره په وحي ملاقات کوم.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې پریښتې د بد بوی له امله داسې ازاریږي لکه څنګه چې بنی آدم ازاریږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جومات ته د هغه چا د راتګ ممانعت چې هوږه، پیاز او یا ګندنه یې خوړلي وي.
  2. هر هغه شی په حکم کې دې ته ورته دی چې بد بوی لري او لمونځ کوونکي پرې ازاریږي، لکه د سګرټ لوږی، تمباکو او داسې نور.
  3. د ممانعت علت بوی دی، نو کله چې په زیات پخلي او یا بل څه سره له منځه ولاړه شي؛ کراهت یې له منځه ځي.
  4. د هغو کسانو لپاره چې په جومات کې لمونځ کوي د دې شیانو خوړل مکروه دي؛ تر څو جومات ته د جماعت لپاره لاړ نه شي، پرته له دې چې د ځان لپاره یې بهانه وګرځوي چې جومات ته لاړ نه شي، که داسې یې وکړل نو دا کار حرام دی.
  5. د هوږې او داسې نورو څیزونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت له دې امله نه و چې دا څیزونه حرام دي، بلکې له دې امله و چې هغه له جبریل علیه السلام سره ملاقات (مناجات) درلود.
  6. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښایسته لارښوونه، چې د حکم سره یې د هغه سبب بیاناوه؛ تر څو مخاطب پر حکمت د پوهېدلو له امله ډاډمن شي.
  7. قاضي ویلي: علماوو پدې له جومات پرته هغه ځایونه هم قیاس کړي دي چې په جماعت سره پکې لمونځونه کیږي لکه: عیدګاه، د جنازو لمونځ ځای او داسې نور د عبادت لپاره د راټولیدو ځایونه، همدا رنګه د علم، ذکر، ودونو او داسې نور مجلسونه، بازارونه او داسې نور ځایونه دا حکم نه لري.
  8. علماوو ویلي: پدې حدیث کې د هوږې او داسې نورو شیانو د خوړونکي لپاره جومات ته له ننوتلو ممانعت راغلی دی -که څه هم جومات خالي وي- ځکه چې د ملاېکو ځای دی، او د حدیث عمومیت پدې دلالت کوي.
نور