عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«صَلَاةُ الرَّجُلِ فِي جَمَاعَةٍ تَزِيدُ عَلَى صَلَاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلَاتِهِ فِي سُوقِهِ بِضْعًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً، وَذَلِكَ أَنَّ أَحَدَهُمْ إِذَا تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ، ثُمَّ أَتَى الْمَسْجِدَ لَا يَنْهَزُهُ إِلَّا الصَّلَاةُ، لَا يُرِيدُ إِلَّا الصَّلَاةَ، فَلَمْ يَخْطُ خَطْوَةً إِلَّا رُفِعَ لَهُ بِهَا دَرَجَةٌ، وَحُطَّ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَةٌ، حَتَّى يَدْخُلَ الْمَسْجِدَ، فَإِذَا دَخَلَ الْمَسْجِدَ كَانَ فِي الصَّلَاةِ مَا كَانَتِ الصَّلَاةُ هِيَ تَحْبِسُهُ، وَالْمَلَائِكَةُ يُصَلُّونَ عَلَى أَحَدِكُمْ مَا دَامَ فِي مَجْلِسِهِ الَّذِي صَلَّى فِيهِ، يَقُولُونَ: اللهُمَّ ارْحَمْهُ، اللهُمَّ اغْفِرْ لَهُ، اللهُمَّ تُبْ عَلَيْهِ، مَا لَمْ يُؤْذِ فِيهِ، مَا لَمْ يُحْدِثْ فِيهِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې پرېښتې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او پرېښتې پرې ازاریږي."

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان کله په جماعت سره لمونځ وکړي، نو هغه لمونځ یې په کور یا بازار کې د لمانځه څخه څه د پاسه شل ځلې غوره دی. بیا یې د دې لامل بیان کړ، هغه دا چې یو سړی کله اودس وکړي؛ بشپړ او ښایسه اودس وکړي، بیا جومات ته ووځي، د لمانځه پرته یې بل څه نه راوباسي، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه مرتبه او درجه یې پرې لوړیږي او یوه ګناه ترې لرې کیږي. نو کله چې جومات ته ننوځي او د لمانځه په انتظار کې کېني، نو د لمانځه اجر او ثواب ورکول کیږي تر څو چې دی د لمانځه انتظار باسي، او پرېښتي ورته تر هغه دعا کوي چې د لمانځه په ځای کې ناست وي، وایي: "اللهم اغفر له، اللهم ارحمه، اللهم تُبْ عليه" "ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله رحم پرې وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه" تر هغه ورته دا دعا کوي تر څو یې چې اودس نه وي مات کړی یا یې داسې کوم کار نه وي کړی چې خلک او یا پرېښتې پرې ازاریږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په کور او بازار کې يوازې لمونځ کول صحيح دي، خو که له عذر پرته جماعت پریږدي ګناهګاریږي.
  2. په جومات کې په جماعت سره لمونځ کول له انفرادي لمانځه څخه پنځه ویشت، شپږویشت او اوه ويشت درجې غوره دی.
  3. د پرښتو له دندو څخه یوه مومنانو ته دعا کول دي.
  4. جومات ته په اوداسه سره د ننوتلو فضیلت.