په جماعت سره د لمانځه فضلیت او احکام یې

7د احادیثو لړلیک

د احادیثو لړلیک 7

آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)
په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي
څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي
څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي
په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي
د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي
په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای