عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ غَدَا إِلَى الْمَسْجِدِ أَوْ رَاحَ أَعَدَّ اللهُ لَهُ فِي الْجَنَّةِ نُزُلًا، كُلَّمَا غَدَا أَوْ رَاحَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 669]
المزيــد ...

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 669]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته - چې د عبادت، علم او نورو نېکو مقاصدو لپاره هر وخت جومات ته ځي - د الله جل جلاله لخوا په جنت کې د ځای ناستي او میلمستیا زیری ورکوي؛ هغه که د ورځې په سر کې وي او یا په پای کې، هر مهال چې جومات ته ځي؛ که شپه وي او یا ورځ.

د حديث له ګټو څخه

  1. جومات ته د تللو فضیلت او هلته په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ته هڅونه، نو څوک چې جومات نه ځي؛ څومره زیات خېر، فضیلت، اجر او هغه میلمستیا له لاسه ورکوي چې الله تعالی یې د هغه کور ته د تلونکو لپاره چمتو کوي.
  2. کله چې خلک د هغه چا عزت کوي چې کورونو ته یې ورځي او خواړه ورته چمتو کوي، نو الله تعالی خو د مخلوقاتو نه ډېر عزتمن دی! نو څوک یې چې کور ته ورشي عزت به یې وکړي او د ځای ناستې او میلمستیا لپاره به ورته لوی ځایونه چمتو کړي.
  3. جوماتونو ته پر تګ خوښي او خوشحالي؛ ځکه چې هر سهار یا ماښام ورته د استوګنې لپاره ځایونه چمتو کیږي، هر سهار او ماښام د سفرونو د شمېر په اندازه.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (49)
نور