عن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ جَارَهُ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 47]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 47]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه بنده چې په الله او د آخرت پر هغې ورځې ايمان لري چې هغې ته به ورګرځي او په هغې کې به د عملونو بدله ورکړل کیږي، نو هغه لره به یې ایمان دې خویونو ته هڅوي:
لومړی: ښه وینا: د الله تعالی له حمد او ثنا ویلو څخه، په نیکۍ امر کول، له بدیو څخه منع کول او د خلکو تر منځ روغه کول، که چېرته یې داسې ونه کړل؛ نو غلی دې پاتې شي، له اذیته دې لاس واخلي او د خپلې ژبې ساتنه دې وکړي.
دویم: د ګاونډي عزت کول: له هغه سره ښه کول او ضرر ورته نه رسول.
دریم: ستا د لیدو لپاره د راغلو میلمنو عزت کول: په ښایسته خبرو، خوړو ورکولو او داسې نورو - کارونو - سره.

د حديث له ګټو څخه

  1. په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان د ټولو نیکیو ریښه ده، او - انسان - ښو کارونو ته اړباسي.
  2. د ژبې د آفتونو په اړه خبرداری.
  3. د اسلام دين د الفت او عزت دین دی.
  4. دا خویونه د ایمان له څانګو څخه دي او د ستاینې وړ اخلاق دي.
  5. زیاتې خبرې کول د هغه څه لامل کېدی شي چې ناخوښه او یا منع وي او خوندیتوب په دې کې دی چې له نېکې وینا پرته نورې خبرې ونه کړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (66)
نور