عن جابر رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 2076]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي".

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 2076]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د رحمت غوښتنه کړې ده څوک چې په پلور کې اساني او سخاوت کوي. هغه په پېرودونکي باندې په قیمت کې سختي نه کوي او د هغه سره ښه چلند کوي. اساني کوونکی، عزتمند او سخاوتمند؛ کله چې اخیستل کوي؛ چني نه وهي تر څو د توکي بیه راټیټه کړي. اساني کوونکی، عزتمند او سخي؛ کله چې د خپلو پورونو د ادا کولو غوښتنه کوي؛ په بې وزلو او مسکینانو باندې فشار نه راوړي، بلکې په نرمۍ او مهربانۍ سره ترې غوښتنه کوي، او بې وزله خلکو ته مهلت ورکوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د شريعت له مقاصدو څخه د هغه څه ساتل دي چې د خلکو تر منځ د اړيکو سمون رامنځته کوي.
  2. په اخیستلو خرڅولو او داسې نورو معاملو کې د خلکو تر منځه د لوړو اخلاقو کارولو ته هڅول.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور