+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ مسعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
ذُكِرَ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ نَامَ لَيْلَهُ حَتَّى أَصْبَحَ، قَالَ: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3270]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې »

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3270]

تشریح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یو سړي یادونه وشوه چې د سهار د لمر تر راختلو پورې ویده و او فرضي لمانځه ته نه و پاڅیدلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږ کې متیازې کړي دي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قیام اللیل د پرېښودلو کراهیت، او دا چې لامل یې شیطان دی.
  2. له هغه شیطان څخه وېرول چې په هره لار کې انسان ته کیني؛ تر څو یې د الله جل جلاله له اطاعت څخه منع کړي.
  3. ابن حجر فرمایلي: دا وینایې چې فرمایي (ما قام إلى الصلاة) لدې څخه مراد عموما لمونځ دی، او کیدی شي چې مراد ترې هغه لمونځ وي چې ذهن ورته سبقت کوي، یعنی مراد ترې د شپې او یا د تهجد لمونځ دی.
  4. طیبي فرمایلي: غوږ یې ځکه په ځانګړې توګه یاد کړ، اګر چې د سترګې یادونه مناسب وه ځکه چې خوب دروند وي، او غوږونه د توجه سرچينه ده، او ادرار یې ځکه یاد کړل؛ ځکه چې داخل ته ننوتل یې اسانه، او رګونو ته ژر رسېږي، نو له امله یې د بدن ټول غړي سستېږي.