عن بريدة بن الحصيب رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من تَرَكَ صلاةَ العصرِ فقد حَبِطَ عَمَلُهُ».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له بریدة بن الحصیب - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښود نو عمل یې برباد شو».
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

له حدیث څخه دا - حکم - اخیستل کیږي چې څوک په قصدي توګه د مازدیګر لمونځ پریږدي، او مازدیګر یې په ځانګړې توګه لدې امله یاد کړ چې د ورځې له کار څخه د ستړتیا له امله وروسته والی پکې راځي؛ او ځکه چې قضا کول یې د نورو په پرتله ډیر بد دی، ځکه چې منځنی لمونځ دی چې الله تعالی یې پدې وینا سره په ځانګړې توګه د ساتنې امر کړی: (حافظوا على الصلوات والصلاة الوسطى) [البقرة: 238] د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي. او کومه سزا چې پرې مرتبیږي دا ده چې چا پریښود نو عمل یې د ثواب په باطلیدلو سره بربادیږي، او ویل شوي: له: (من ترکها ) څخه موخه هغه څوک دی چې پرېښودل یې روا ګڼي، او یا یې له فرضیت څخه منکر وي، نو بیا به د عمل له بربادیدو څخه موخه کفر وي، ځینو علماوو استدلال کړی پر دې چې چا د مازدیګر لمونځ پرېښود نو کافر شو، ځکه له مرتد کیدو پرته بل څه عمل نه بربادوي. او ویل شوي: دا د غلظت او شدت لمخې ذکر شوی دی؛ یعني: چا چې پرېښود پدې معنا چې د هغه عمل برباد شو، او دا د مازدیګر د لمانځه ځانګړتيا ده، که چا پرېښود نو د هغه عمل برباد شو، ځکه ددې لمونځ مقام ډیر لوی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي سنیګالي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د مازدیګر لمونځ په خپل وخت(وقت مستحب) ادا کولو باندې ټینګار.
  2. د لمانځه د پرېښودلو حرمت، په تېره بيا د مازدیګر لمونځ.
  3. چا چې د مازیګر لمونځ په قصدي توګه پرېښود نو ثواب یې باطل شو، او په قصدي توګه قید په صحیح روایت کې راغلی (متعمدا ) یعنې په قصدي توګه.