عن عثمان بن عفان رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 245]
المزيــد ...

له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 245]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د اصولو او آدابو په نظر کې نیولو سره اودس وکړي نو دا د ګناهونو او خطاګانو د بخښلو لامل ګرځي «تر دې چې ګناهونه یې» د دواړو لاسونو او دواړو پښو د نوکانو له لاندې برخې څخه هم وځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له سنتو او آدابو سره د اوداسه زده کړې ته هڅول او عمل پرې کول.
  2. د اوداسه فضیلت، او دا چې (اودس) د وړو ګناهونو لپاره کفاره ده، او کوم چې لوی ګناهونه دي نو د هغوی لپاره توبه ضروري ده.
  3. د ګناهونو د وتلو لپاره په بشپړه توګه د اودس کول شرط دی، چې پرته له نیمګړتیا څخه وشي؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی.
  4. په دې حدیث کې د ګناهونو کفاره د لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو او ورڅخه توبې ویستلو پورې مقیده ده، الله تعالی فرمایلي: (إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ) [النساء:31]. یعنې: (كه چېرته تاسو له هغو غټو ګناهونو څخه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع شوې یاست (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو).
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)