+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا تَوَضَّأَ الْعَبْدُ الْمُسْلِمُ -أَوِ الْمُؤْمِنُ- فَغَسَلَ وَجْهَهُ خَرَجَ مِنْ وَجْهِهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ نَظَرَ إِلَيْهَا بِعَيْنَيْهِ مَعَ الْمَاءِ -أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ-، فَإِذَا غَسَلَ يَدَيْهِ خَرَجَ مِنْ يَدَيْهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ كَانَ بَطَشَتْهَا يَدَاهُ مَعَ الْمَاءِ -أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ-، فَإِذَا غَسَلَ رِجْلَيْهِ خَرَجَتْ كُلُّ خَطِيئَةٍ مَشَتْهَا رِجْلَاهُ مَعَ الْمَاءِ -أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ- حَتَّى يَخْرُجَ نَقِيًّا مِنَ الذُّنُوبِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 244]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
«کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبوسره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو سپېڅلی راووځي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 244]

تشریح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې کله مسلمان یا مؤمن اودس وکړي او خپل د اوداسه پر مهال ووینځي، نو له مخ نه یې ټول واړه ګناهونه چې په سترګو یې کړي وي له توی شويو اوبو اویا اخري څاڅکیسره وځي، اوکله چې لاسونه ووینځي، ټول واړ ګناهونه یې چې لاسونو کسب کړی وي له اوبو او یا له وروستي څاڅکی سره وځي، او کله چې پښې ووینځي، ټول واړه ګناهونه چې پښو سره یې کسب کړی د اوبو اویا له وروستي څاڅکي سره وځي، تر څو چې د اودس په اخر کې له وړو ګناهونو سپېڅلی راووځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. اوداسه ته د پاملرنې فضیلت او دا چې د ګناهونو د بښنې لامل ګرځي.
  2. د نبي ﷺ طریقه دا ده چې خلک د اجر او ثواب په یادونې سره طاعاتو او عبادتونو ته هڅوي.
  3. هر غړی د انسان له غړو څخه په ځینو ګناهونو کې ښکېل کېږي، نو هره ګناه د هر هغه غړي سره تړاو لري چې پرې تر سره شوی وي، نو له هر غړي څخه په توبې وېستلو سره وځي.
  4. په اودس کې دوه ډوله پاکوالی دی: حسي پاکوالی چې د اودس د غړو د مینځلو پر مهال رامنځته کېږي، او معنوي پاکوالی چې د هغو ګناهونو څخه انسان پاکوي چې د بدن د غړو له لارې ترسره شوی وي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه