عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «السَّاعِي على الأَرْمَلَةِ والمِسْكِينِ، كالمُجَاهِدِ في سبيل الله». وأَحْسَبُهُ قال: «وكالقائم الذي لا يَفْتُرُ، وكالصائم الذي لا يُفْطِرُ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی: « په کونډه او مسکین پاملرنه کوونکی لکه د الله په لار کې د مجاهد په څېر دی» او ګمان کوم ویې وییل : «او لکه د هغه لمونځ کوونکي په څېر چې نه ستړی کیږي، او د هغه روژه لرونکي په څېر چې نه بوزه کیږي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې هغه څوک چې د یوې کونډې چارې ورسموي، او په اړمن مسکین باندې خیرات کوي، نو هغه په اجر کې لکه د الله په لار کې جهاد کوونکی، او په تهجدو ولاړ لمونځ کوونکي دی چې د عبادت له کولو نه ستړی کیږي، او د هغه روژه لرونکي په څېر دی چې نه بوزه کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د کونډي او مسکین چارو ته د پاملرونکي یادونه د مجاهد او تهجد کوونکي سره یو ځای لدې امله ده چې په پرلپسې توګه د دا ډول نیکو کارونو تر سره کول خپل نفس او شیطان سره مبارزې ته اړتیا لري.
  2. د کمزورو خلکو د کړاوونو لرې کولو، د هغوی ضرورت او اړتیاوو پوره کولو او حرمت ساتلو ته یې هڅوونه.
  3. د مسلمانانو په پيوستون، همکارۍ، خود کفایۍ، او یو بل کفالت کولو باندې د اسلامي شریعت ټینګار، تر څو د اسلامي ودانۍ (جوړښت) پياوړی شي.
  4. عبادت هر نیک عمل ته شاملیږي.
  5. عبادت: د هر هغه څه لپاره یو جامع نوم دی چې الله یې له ښکاره او پټو نیکو عملونو څخه خوښوي او پرې راضي کیږي.