+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 118]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا». «په نیکو عملونو کې بیړه وکړئ - مخکې له دې چې - لکه د تورې شپې د یوې برخې په څېر فتنې مو لاندې کړي - چې یو سړی به سهار مهال مؤمن او ماښام کافر وي، او یا به ماښام مهال مؤمن او سهار کافر وي، هغه به خپل دین د دنیا د ګټې په بدل کې پلوري».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 118]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم مؤمن هڅوي چې په نېكو كارونو كې بيړه وكړي، مخكې له دې چې ناشوني شي او د فتنو او شبهو په راتګ سره ترې بوخت شي؛ چې هغه یې د نېکو عملونو څخه منع کوي، دا فتنې به د شپې د تپې تیارې په څېر وي؛ چې حق به پکې له باطل سره ګډ شوی وي، د خلکو لپاره به د دوی ترمنځه توپیر ستونزمن وي، نو ځکه یې د شدت له امله انسان بد حواسه كيږي، تر دې چې یو سړی به ماښام مومن وي او بېګا کافر، او بېګا به مؤمن وي او سهار کافر، خپل دین به د دنیا د له منځه تلونکي خوند لپاره پرېږدي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر دین منګولې لګول او په نېکو عملونو بیړه کول مخکې لدې چې پر وړاندې یې خنډونه پيدا شي.
  2. په آخره زمانه کې د ګمراه کوونکو فتنو پرله پسې راتلو ته اشاره، او دا چې کله یوه فتنه له منځه لاړه شي، بله فتنه ورپسې راځي.
  3. کله چې د يو چا دين کمزوری شي او د دنيوي معاملاتو لکه پيسو او نورو شيانو په بدل کې ترې تېر شي، نو دا د ده د انحراف، دين پرېښودلو او فتنو سره د ملتیا لامل کېږي.
  4. په حدیث کې دلیل دی چې نېک عملونه له فتنو څخه د خلاصون سبب ګرځي.
  5. فتنې دوه ډوله دي: د شبهو فتنې چې علاج یې زده کړه ده، او د شهوتونو فتنې چې علاج یې ایمان او صبر دی.
  6. په حدیث کې دې ته اشاره ده چې د چا عمل لږ وي نو فتنه ورته زر رسیږي او د چا عمل چې ډېر وي نو خپل عمل ته دې نه مغروره کیږي بلکې نور دې هم زیات کړي.
نور