+ -

عن أبي مالكٍ الأشعريِّ رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 223]
المزيــد ...

له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې ظاهري پاکوالی په اودس او غسل سره کیږي او دا چې - پاکوالی - په لمانځه کې شرط دی. او دا چې ووایم " الحمد لله تله ډکوي" نو دا په الله تعالی باندې ثنا ویل دي، او د کمال په صفتونو سره د هغه - ذات - یادول د قیامت په ورځ تلل کیږي او تله ډکوي. او "سبحان الله او الحمد لله" ویل - له هرې نیمګړتیا څخه د الله تعالی د ذات پاکوالی او په بشپړ کمال سره یې یادول دي څرنګه چې د هغه د لوی شان سره ښایې؛ سره د هغه د محبت او تعظیم چې دا - د آسمان او ځمکې تر منځ - واټن - ډکوي. او دا چې لمونځ د بنده لپاره رڼا ده؛ د هغه په زړه کې، د هغه په مخ کې، د هغه په قبر کې او د هغه د بیا راپورته کېدلو پر مهال. او دا چې صدقه د مؤمن د ایمان د ریښتینولۍ او د منافق سره په توپیر درلودلو ثبوت دی، چې - منافق - یې له ورکولو ډډه کوي؛ ځکه چې په ژمنو یې باور نه لری. او دا چې "صبر ( له اضطراب او ناخوښۍ څخه ځان ساتل) رڼا ده" داسې رڼا چې د لمر د رڼا په څیر تودوخه او سوځېدنه ورسره مل وي، ځکه - صبر - سخت دی؛ له ځان سره مبارزې او له هغه څه څخه د نفس زنداني کولو ته اړتیا لري چې نفس یې غواړي؛ لدې امله صبر کوونکی تر هغه پورې په سمه لار په روښنایي کې روان دی تر څو چې صبر کوي؛ صبر - درې ډوله دی - د الله تعالی په اطاعت باندې صبر، د هغه له نافرمانۍ څخه صبر، او د دنیا په ډول ډول مصیبتونو او آفتونو صبر. او دا چې قرآن ستا لپاره حجت دی، په تلاوت کولو او پرې عمل کولو سره، او یا دا چې پر تا باندې حجت دی، د تلاوت په نه کولو او پرې عمل پرېښودلو سره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ټول خلک سهار مهال له خوبه پاڅیږي او د بېلابیلو کارونو لپاره له کورونو څخه وځي او په ځمکه کې خپریږي. نو ځینې لدوی څخه د الله تعالی په اطاعت ثابت قدمه پاتې شي او ځان له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور ترې بې لارې شي او په ګناهونو کې اخته شي نو اور ته په داخلېدلو سره ځان هلاک کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه چیکي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پاکوالی په دوه ډوله دي: ظاهري پاکوالی چې په اودس او غسل کولو سره رامنځته کیږي، او باطني پاکوالی چې په توحيد، ايمان او نيکو عملونو سره رامنځته کیږي.
  2. په لمانځه باندې د پابندۍ اهمیت، ځکه چې دا په دنيا او د قیامت په ورځ د بنده لپاره روښنایي ده.
  3. صدقه د ایمان د ریښتینولۍ ثبوت دی.
  4. په قرآن باندې د عمل کولو او تصدیقولو اهمیت، ترڅو ستاسو لپاره دلیل شي، نه ستاسو په وړاندې.
  5. که نفس په اطاعت سره مشغول نه کړې، نو تاسو به په نافرمانۍ مشغول کړي.
  6. هر انسان باید عمل وکړي؛ نو یا خو به ځان په پيروۍ کولو سره ازاد کړي، او یا به یې په سرغړونې ( ګناه ) سره هلاک کړي.
  7. صبر زغم او محاسبې ته اړتیا لري او سختي ده پکې.
نور