عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«لَا يَقْبَلُ اللهُ صَلَاةَ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6954]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6954]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې د لمانځه د صحت لپاره يو شرط پاكوالى دى، نو څوک چې د لمانځه اراده وکړي اودس دې وكړي كه چېرته یې له اودس ماتوونکو څخه په یو اودس مات شوی وي؛ لکه ډکې او تشې متیازې کول؛ خوب او داسې نور.

د حديث له ګټو څخه

  1. د بې اودسه لمونځ نه قبلیږي تر دې چې د لویې بې اودسۍ څخه په غسل او له وړې بې اودسۍ څخه په اودس کولو ځان پاک نه کړي.
  2. اودس په خوله کې له اوبو اچولو او بېرته راوېستلو، بیا پوزې ته دننه د اوبو کش کولو، بیا یې بېرته راوېستلو، بیا درې ځلې د مخ وینځلو، بیا له څنګلو سره د دواړو مټو درې ځلې وینځلو، بیا یې د ټول سر یو ځلې مسح کولو او ورپسې له ښنګرو سره د دواړو پښو له وینځلو څخه عبارت دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (56)