عَن أَبِي أُمَامَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَخْطُبُ فِي حَجَّةِ الوَدَاعِ فَقَالَ:
«اتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ، وَصَلُّوا خَمْسَكُمْ، وَصُومُوا شَهْرَكُمْ، وَأَدُّوا زَكَاةَ أَمْوَالِكُمْ، وَأَطِيعُوا ذَا أَمْرِكُمْ تَدْخُلُوا جَنَّةَ رَبِّكُمْ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد]
المزيــد ...

له أبو أمامة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په حجة الوداع کې د خطبې پر مهال واورېدل چې وییل یې:
د الله څخه ووېرېږئ چې رب مو دی، پنځه وخته لمونځونه مو وکړئ، د میاشتې روژه مو ونیسئ، د خپلو مالونو زکاتونه مو ورکړئ، او د خپلو واکمنانو پیروي وکړئ نو د خپل رب جنت ته به داخل شئ».

صحيح - ابن حبان روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عرفات په ورځ په حجة الوداع کې خطبه ورکړه چې د هجرت لسم کال و، او په همدې سره ونومول شو؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې حج کې د خلکو سره خدای په اماني وکړه. او ټولو خلکو ته یې د الله جل جلاله څخه په وېرېدلو او د هغه اوامرو او نواهېو ته په پاملرنې امر وکړ. او پدې چې د الله جل جلاله لخوا پرې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض شوی لمونځ وکړي. او دا چې د رمضان د میاشتې روژه ونیسي. او پدې چې د خپلو مالونو زکات اړمنو خلکو ته ورکړي او بخل پرې ونه کړي. او د الله جل جلاله له نافرمانۍ پرته د هغو خلکو پیروي وکړي چې الله جل جلاله پرې واکمن کړي دي. نو چا چې دا یاد شوې کارونه وکړل، اجر یې جنت ته داخلېدل دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا عملونه جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.