عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ فِي أَنْفِهِ ثُمَّ لِيَنْثُرْ، وَمَنِ اسْتَجْمَرَ فَلْيُوتِرْ، وَإِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ نَوْمِهِ فَلْيَغْسِلْ يَدَهُ قَبْلَ أَنْ يُدْخِلَهَا فِي وَضُوئِهِ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ لاَ يَدْرِي أَيْنَ بَاتَتْ يَدُهُ». ولفظ مسلم: «إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ نَوْمِهِ فَلَا يَغْمِسْ يَدَهُ فِي الْإِنَاءِ حَتَّى يَغْسِلَهَا ثَلَاثًا، فَإِنَّهُ لَا يَدْرِي أَيْنَ بَاتَتْ يَدُهُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ فِي أَنْفِهِ ثُمَّ لِيَنْثُرْ، وَمَنِ اسْتَجْمَرَ فَلْيُوتِرْ، وَإِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ نَوْمِهِ فَلْيَغْسِلْ يَدَهُ قَبْلَ أَنْ يُدْخِلَهَا فِي وَضُوئِهِ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ لاَ يَدْرِي أَيْنَ بَاتَتْ يَدُهُ». ولفظ مسلم: «إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ نَوْمِهِ فَلَا يَغْمِسْ يَدَهُ فِي الْإِنَاءِ حَتَّى يَغْسِلَهَا ثَلَاثًا، فَإِنَّهُ لَا يَدْرِي أَيْنَ بَاتَتْ يَدُهُ». "کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅیږي، نو خپل لاس دې ومینځي، مخکې له دې چې هغه په ​​لوښي کې ښکته کړي، ځکه چې ستاسو څخه یو څوک پدې نه پوهیږي چې لاس یې شپه چېرته تېره کړې ده». او د مسلم لفظ داسې دی: کله چې له تاسو څخه څوک له خوبه راویښ شي، نو تر هغې دې خپل لاس په لوښي کې نه ډوبوي، تر څو چې یې درې ځلې پرېمنځلی نه وي، ځکه هغه نه پوهېږي چې لاس یې په کوم ځای کې شپه تېره کړې ده».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاکوالي ځینې حکمونه بیان کړل چې له جملې څخه یې ځینې دا دي: لومړی: څوک چې اودس کوي نو باید چې پوزې ته اوبه له تنفس سره کش کړي، او بیا یې بېرته په تنفس کولو سره راوباسي، یعنې سوڼ یې کړي. دویم: که څوک وغواړي چې د حاجت له رفع کولو وروسته له پلیتۍ څخه ځان له اوبو پرته په نورو څېزونو پاک کړي لکه تېږه او داسې نور نو باید چې په تاق عدد سره یې پاک کړي چې تر ټولو کم شمېر یې درې دی او زیات یې دومره دی چې ناپاکي پرې پاکه شي او د اودس ماتي ځای پاک شي. دريم: څوک چې د شپې له خوبه راپاڅيږي نو بايد د اودس کولو لپاره خپل لاس په لوښي کې دننه نه کړي تر دې چې له لوښې څخه د باندې یې درې ځلې ووینځي، ځکه هغه نه پوهیږي چې لاس یې چېرته شپه تېره کړې ده، او هېڅ ډاډ نشته چې لاس به یې له پلیتۍ څخه پاک وي او کېدای شي شیطان پرې لوبې کړي وي او داسې شیان یې ورته راوړي وي چې انسان ته ضرر لري او یا اوبه خرابوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په اودس کې استنشاق واجب دی، چې هغه پوزې ته له اوبو کش کولو څخه عبارت دی، همدارنګه بېرته یې سوڼ کول هم واجب دي، یعنې د تنفس وېستلو په واسطه بېرته د اوبو راوېستل.
  2. په تاقو تېږو سره اودس وچول مستحب دي.
  3. د شپې له خوب څخه وروسته درې ځلې د لاسونو مینځل مشروع عمل دی.