عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَألَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ الخَلاَءَ قَالَ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه ځای ته ننوځي چې حاجت به یې پکې رفع کاوه، یعنې تشې یا ډکې متیازې به یې کولې، نو په الله تعالی به یې پناه غوښتله تر څو یې د نرانو او ښځینه شیطانانو له شر څخه وساتي. او د: (الخبث والخبائث) تفسیر په شر او پلیتیو هم شوی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. تشناب یا د حاجت رفع کولو ځای ته د ننوتلو پر مهال دا دعا وېیل مستحب والی.
  2. ټول مخلوقات خپل رب ته محتاج دي تر څو یې له هغه څه نه وساتي چې زیان ورته رسوي او یا ورته په هر حالت کې زیان رسوي.