عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدْخُلُ الْخَلَاءَ، فَأَحْمِلُ أَنَا وَغُلَامٌ نَحْوِي إِدَاوَةً مِنْ مَاءٍ وَعَنَزَةً فَيَسْتَنْجِي بِالْمَاءِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 271]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 271]

تشریح

انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې هغه او د هغه په څېر یو بل هلک چې عمر یې ده ته ورته و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ګرځېدل، نو کله به چې د حاجت رفع کولو لپاره ووت، دوي دواړو به ورسره امسا ګرځوله چې لکه د نېزې د نوک په څېر ښاښونه یې درلودل، تر څو یې د ځان لپاره پرده کړي او یا یې د لمانځه پر مهال ستره کړي او دوي به ورسره د اوبو ډک یو کوچنی څرمني لوښی هم ګرځاوه، نو کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت له رفع کولو فارغ شو، نو یو له دوي څخه به هغه لوښی ورکړ او په اوبو به یې استنجا وکړه.

د حديث له ګټو څخه

  1. مسلمان د حاجت (قضاء حاجت) پر وخت له ځان سره د طهارت لپاره اوبه یا د پاکېدو سامان تیار ساتي؛ ترڅو داسې ونه شي چې بیا د پورته کېدو اړتیا پیدا شي او ځان یا ځای ککړ شي.
  2. د حاجت رفع کولو پر مهال باید د خلکو د نظر په وړاندې د عورت ساتنه وشي؛ ځکه عورت ته کتل حرام دي، نو هغه به امسا په ځمکه کې چوخ کړه او یوه پرده به یې پرې وځړوله.
  3. اولادونو ته اسلامي آداب ورزده کول او هغوی پرې روزل؛ تر څو یې یو بل ته په میراث پرېږدي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)