(زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله