عن العِرْباضِ بن ساريةَ رضي الله عنه قال:
قام فينا رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم، فوَعَظَنا مَوعظةً بليغةً وَجِلتْ منها القلوبُ، وذَرَفتْ منها العيونُ، فقيل: يا رسول الله، وعظتَنَا موعظةَ مُودِّعٍ فاعهد إلينا بعهد. فقال: «عليكم بتقوى الله، والسمع والطاعة، وإن عبدًا حبشيًّا، وسترون من بعدي اختلافًا شديدًا، فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين، عَضُّوا عليها بالنواجِذ، وإياكم والأمور المحدثات، فإن كل بدعة ضلالة».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له عرباض بن ساریة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېده، نو مونږ ته یې یو ډېر له پند څخه ډک نصېحت وکړ، چې له امله یې زړونه په وېره کې شول او له سترګو اوښکې وبهېدلې، نو وویل شو چې اې د الله تعالی رسوله! تا خو مونږ ته داسې نصیحت وکړ لکه چې د الله په آمانۍ نصیحت چې وي، نو مونږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل: «عليكم بتقوى الله، والسمع والطاعة، وإن عبدًا حبشيًّا، وسترون من بعدي اختلافًا شديدًا، فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين، عَضُّوا عليها بالنواجِذ، وإياكم والأمور المحدثات، فإن كل بدعة ضلالة». « (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده».

صحيح - ابوداود روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسې په زړه پورې خطبه ورکړه چې له امله یې زړونه ووېرېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې. نو هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو داسې یو وعظ دی لکه څوک چې الله په اماني اخلي، ځکه هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په وعظ او نصحیت کې زیاته مبالغه وکړه، نو د وصیت غوښتنه یې ترې وکړه تر څو پرې له هغه وروسته منګولې ولګوي. هغه وفرمایل: د الله تعالی د واجباتو په پرې ځای کولو او له منهیاتو څخه یې په ځان ساتلو سره درته له الله تعالی څخه په وېرېدلو وصیت کوم، او دا چې واکمنانو ته غوږ ونیسئ او پيروي یې وکړئ، که څه هم پر تاسې یو غلام واکمن شي، یعنې تر ټولو ټیټ انسان پر تاسې امیر وګمارل شي نو سرغړونه ترې مه کوئ بلکې پیروي یې وکړئ، تر څو فتنه راولاړه نشي، ځکه یقینا که چېرته په تاسو کې له مانه وروسته څوک ژوندی پاتې شي نو زیات مخالفتونه به وګوري. بیا یې ورته لدې اختلاف څخه د وتلو لاره وښودله، چې هغه له هغه وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو هدایت موندونکو خلفاوو په سنتو منګولې لګول دي؛ أبو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب رضي الله عنهم أجمعین، او دا چې د ژامې وروستۍ غاښونه پرې ټینګ کړي، چې پدې سره یې موخه په سنتو کلک پاتې کېدل او منګولي لګول وو. او په دین کې یې له نویو کارونو راپیدا کولو څخه ووېرول، ځکه (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر سنت د منګولو لګولو او ترې پیروي کولو اهمیت.
  2. وعظ کولو او زړونو نرملو ته پاملرنه.
  3. له هغه وروسته د څلور واړه راشدینو او هدایت موندونکو خلفاوو په پیروۍ سره امر کول دي چې هغوی؛ أبوبکر، عمر، عثمان او علی رضي الله عنهم دي.
  4. په دین کې د هر نوښت ممانعت، او دا چې (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.
  5. له معصیت پرته، له هغه چا نه اورېدل او پیروي کول چې د مومنانو چارې یې په لاس کې وي.
  6. په هر وخت او حالاتو کې له الله جل جلاله څخه د وېرې ارزښت.
  7. اختلاف پدې امت کې شته، او کله چې راپيدا شي نو هغه مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو خلفاوو سنتو ته رجوع کول ضروري دي.