د احادیثو لړلیک

زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ
عربي الإنجليزية الأوردية
دین نصیحت دی
عربي الإنجليزية الأوردية
(زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ
عربي الإنجليزية الأوردية
واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم
عربي الإنجليزية الإندونيسية