عن أبي رقية تميم بن أوس الداري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «الدين النصيحة» قلنا: لمن؟ قال: «لله، ولكتابه، ولرسوله، ولأئمة المسلمين وعامتهم».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له أبو رقیة تمیم بن أوس الداري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبی کریم - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "دین نصیحت دی" یعني خیرخواهي ده مونږ وویل: چاته ؟ ویې فرمایل: د الله تعالی لورې ته ، د هغه کتاب ته ، د هغه رسولانو ته، عامو مسلمانانو او چارواکو ته یې.
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

حنیفي دین په اخلاص سره د نصیحت پر کولو سره راغلی، او دا چې په الله ایمان ولرو او په یووالي یې اعتراف وکړو، او له هر ډول نقصان څخه یې پاک وګڼو، او د کمال په صفتونو سره یې یاد کړو، او دا چې قرآن د الله کلام دی - د هغه د لورې - نازل شوی او مخلوق ندی، په محکم یې عمل او په متشابه یې ایمان ولرو، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په هغه څه کې چې د الله لخوا پرې راغلی ریښتینی وګڼو، حکمونه یې پر ځای کړو او له هغه څه نه ډډه وکړو چې ورڅخه یې منع فرمایلې ده، او مسلمانو چارواکو ته نصیحت وکړو ؛ او په حق کې یې ملاتړ وکړو او هغه څه ته یې لارښوونه وکړو چې پرې نه پوهیږي او هغه څه ورپه یاد کړو چې هیر کړي یې دي او یا ورڅخه بې پروا شوي دي ، او عامو مسلمانانو ته د حق لورې ته لارښوونه وکړو او تر خپلې وسې پورې د ضرر وررسیدو مخنیوی وکړو، - که ضرر - زمونږ له لورې وي او یا هم د نورو لخوا، په نیکي ورته امر وکړو او له بدیو څخه یې منع کړو، او په ټوله کې هغوی ته نصیحت دا دی چې: هغه څه ورته خوښ کړو چې مونږ هر یو یې ځانته خوښوو.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په نصیحت(خیر خواهۍ) باندې امر کول.
  2. د نصیحت د مرتبې لوړوالی چې له دین څخه دی، لدې امله ورته دین ویل شوی.
  3. دین ویناوو او کړنو ته شاملیږي.
  4. عالم باید وګوري چې اوریدونکي یې له خبرو څخه څه برداشت کړی دی، او تر هغه دې ورته زیات معلومات نه ورکوي تر څو یې ورڅخه پوښتنه نه وي کړي، د دې لپاره چې لیوالتیا یې زیاته شي، نو دا به داسې وي چې لکه چې په زړه کې یې داسي یوه خبره وراچولي وي لکه چې مخامخ یې ورته کړي وي.
  5. د ښوونې لپاره د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - غوره مېتود، چې لومړی په ​​​​عمومي ډول یو څه ذکر کوي او بیا یې په اړه توضیح ورکوي.
  6. په زده کړې د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ټینګار، او دا چې هغوی به هیڅ شي چې اړتیا یې ورته لرله نه پریښوده تر دې چې پوښتنه به یې نه وه کړې.
  7. په خورا مهم - کار - سره پیل کول، ځکه چې نبي - صلی الله علیه وسلم - لومړی د الله لورې ته په نصیحت پیل وکړ، بیا یې کتاب او بیا یې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته بیا یې مسلمانو چارواکو او عوامو ته.
  8. خبره بار بار کول او پر هغې ټینګار د اهتمام او فهم په موښه ، لکه څنګه چې د امام احمد په روایت کې راغلي دي:"الدين النصيحة" یعنې دین خیر خواهي دی؛ درې ځلې.
  9. ټولو ته د نصیحت شمولتیا.