له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په رضاعت سره هغه ډول حرمت رامنځته کېږي لکه څنګه چې په زېږون (نسب) سره رامنځته کېږي». [صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [الأربعين النوويه - 44]
تشریح
نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د رضاعت له امله هغه څه حرامېږي چې د زیږون او نسب له امله حرام وي، لکه د ماما، تره ، ورور او نور محرمې اړیکې...
او همدارنګه هغه څه د رضاعت له امله روا کېږي چې د زیږون له امله روا دي.
د حديث له ګټو څخه
دا حدیث د رضاعت په احکامو کې بنسټیزه قاعده ده.
ابن حجر ویلي: «الرَّضاعَةُ تُحرِّمُ ما تُحرِّمُ الولادة» معنی دا ده: رضاعت هغه څه روا کوي چې زېږون یې روا کوي، دا خبره د اجماع له مخې د نکاح د تحریم او اړونده احکامو په اړه صحیح ده، او دا چې په رضاعت سره د شيده خوړونکي او شیده ورکوونکي د ماشومانو ترمنځ حرمت رامنځته کېږي او یو د بل خپلوان ګرځي چې له امله یې د دوی تر منځ یو بل لېدل، د یو بل سره په خلوت کې ناسته پاسته، او یو بل سره سفر کول روا کېږي، خو نور احکام پرې نه مرتبېږي لکه: د مورولۍ له امله له یوبل څخه میراث وړل، د نفقې وجوب، په ملکیت سره ازادېدل، ګواهي، دیت او د قصاص ساقطېدل.
په رضاعت سره رامنځته شوی حرمت ابدي او د تل لپاره دی.
د نسب له مخې حرامې شوې ښځې (محرمات) عبارت دي له: مورګانو څخه چې نياګانې هم پکې راځي، یعنې د مور یا پلار له طرفه او څومره چې پورته ځي، او لورګانې: چې په دوی کې د لورګانو لورګانې او لمسیان راځي او څومره چې پسې ښکته ځې. او خورګانې: برابره ده که سکنۍ خور وي او یا ناسکه. او ترورګانې (د پلار خور) چې پدې کې د پلار ټولې خورګانې راځي، برابره ده که سکه وي او یا ناسکه او همدا رنګه ستا د نیکونو ټولې خورګانې اګر که څومره پسې پورته هم وي. او خاله ګانې (د مور خور) چې پدې کې د مور ټولې خورګانې راځي؛ برابره ده که سکه وي او یا ناسکه او د نیاګانو ټولې خورګانې اګر که څومره پسې پورته لاړې شي؛ برابره ده که د پلار لخوا نیاګانې وي او یا د مور له طرفه. او ورېرې (د ورور لور) او خورزې (د خور لور) چې پدې کې د دوی لورګانې هم راځي اګر که څومره پسې ښکته لاړې شي.
په رضاعت سره حرامې شوې ښځې، نو په رضاعت سره هم د نسب په څېر حرمت رامنځته کېږي، یعنې هره ښځه چې د وینې او نسب له امله حرامه وي، د رضاع له امله هم ورته حرامه ګڼل کېږي، خو د رضاعت له مخې د رضاعي ورور مور او د رضاعي زوی خور حرامې نه دي.