عن النعمان بن بشير رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: «إن الحلال بيِّن وإن الحرام بين، وبينهما أمور مُشْتَبِهَاتٌ لا يعلمهن كثير من الناس، فمن اتقى الشُّبُهات فقد اسْتَبْرَأ لدينه وعرضه، ومن وقع في الشبهات وقع في الحرام، كالراعي يرعى حول الحِمى يوشك أن يَرْتَع فيه، ألا وإن لكل مَلِك حِمى، ألا وإن حِمى الله محارمه، ألا وإن في الجسد مُضغة إذا صلحت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له نعمان بن بشیر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې له نبي - صلی الله علیه وسلم څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: یقینا چې حلال ښکاره دی او حرام ښکاره دی او د دوی په منځ کې مشکوکې چارې دي چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې له شکمنو شیانو څخه ځان وساته، د خپل دین او عزت ساتنه یې وکړه، او څوک چې په شکمنو چارو کې اخته شو، هغه په ​​حرامو کې ولوید، لکه د - هغه - شپون په څېر چې د یو چا د کښت ( پټي ) چاپیره رمه پیایي او کیدی شي چې پکې وڅریږي، خبر اوسئ چې هر پاچا ځانته ( ځانګړې کرهڼه لري چې ورڅخه ساتنه کوي ) خبر اوسې چې د الله ساتل شوی ځای د هغه محارم دي ( هغه څه یې چې حرام کړي دي ) خبر اوسئ چې په بدن کې یو ټوټه - د غوښې ده - که چیرته هغه روغه وه، نو ټول بدن روغ دی او که چیرته خرابه شوه نو ټول بدن خراب دی، خبر اوسئ چې هغه - د غوښې ټوټه - زړه دی.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عمومي قاعده دا ده چې کوم څه چې الله او رسول حلال کړي وي او کوم څه چې الله او رسول منع کړي وي هر یو یې په واضح ډول بیان شوي دي، خو پر مسلمان له شکمنو شیانو څخه ویره ده، چا چې دغه شکمن شیان پرېښودل دین یې له حرامو څخه په لویدلو کې وساتل شو، او همدا رنګه یې ابرو د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې شوه چې په دغه شکمنو چارو د اخته کیدو له امله به یې ورپسې کولې، او څوک چې له شکمنو کارونو څخه ځان نه ساتي، نو یا خو یې ځان په حرامو کې لویدلو ته وربرابر کړ او یا خو به یې خلک غیبت کوي او ابرو او عزت به یې سپک یادوي، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د هغه چا مثال بیان کړ چې شکمن کارونه کوي - چې مثال یې لکه د یو - شپون په څېر دی چې خپل اوښان او میږې د یو چا د زمکې تر څنګه څروي چې خاوند یې ورڅخه ساتنه کوي، نو د دې چوپان مېږي نږدې دي چې دغه څړځای ته ورننوځي او پکې وڅریږي ځکه چې ورته نږدې دي، همدا حال د هغه چا دی چې شکمن کارونه کوي، هغه پدې سره ښکاره حرامو ته نږدې کیږي، نو کیدی شي چې پرې اخته شي، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم اشاره وکړه چې ظاهري کړنې په باطني کړنو باندې دلالت کوي چې سمې دي او که ناسمې، او دا یې ښګاره کړه چې په بدن کې د - غوښې - یوه ټوټه (زړه دی) چې په سمیدو سره یې ټول جسد سمیږي او په خرابیدو سره یې خرابیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د روا کړنو پر کولو ټینګار او له حرامو او شکمنو څخه ډډه کول.
  2. شکمنې چارې خپل حكم لري، چې په هغه باندې شرعي شواهد موجود دي چې کیدی شي ځينې خلك ورته لاس رسى ولري، اګر که له ډېرو پټ دي.
  3. څوک چې په خپل کاروبار، معاش، او ټولو معاملاتو کې له شبهو نه ځان نه ساتي نو خپل ځان یې د خلکو د خبرو جوګه وګرځاوه.
  4. د زړه لوی ارزښت ته پاملرنه او پر اصلاح یې ټینګار، ځکه چې هغه د بدن بادشاه دی، پر سمیدو یې سمېږي او په خرابیدو یې خرابیږي.
  5. حلالو او حرامو ته په لیدو ټول شیان درې برخو ته ویشل؛ ښکاره حلال، ښکاره حرام، او شکمن.
  6. د دیني چارو ساتنه او د سړیتوب لحاظ.
  7. حرامو ته د تلونکو لارو چارو بندول، او د دې دلیلونه په شریعت کې زیات دي.
  8. د دیني عملي معناګانو لپاره د متلونو وړاندې کول.