عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: «لو أنكم كنتم توَكَّلُون على الله حق توَكُّلِهِ لرزقكم كما يرزق الطير، تَغْدُو خِمَاصَاً، وتَرُوحُ بِطَاناَ».
[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که تاسو په الله داسې توکل وکړئ لکه څرنګه یې چې حق دی، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه(الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بیرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

دا مبارک حدیث مونږ ته لارښوونه کوي چې په خپلو ټولو چارو کې پر الله تعالی توکل وکړو، او د توکل حقیقت : په دنیوي او دیني چارو کې د ګټو په لاسته راوړلو او د ضررونو په دفع کولو کې په الله تعالی باور ولرو بیشکه ورکول، منع کول، ضرر، نفع نه دي مګر د الله په اختیار کې دي، د هغه اسبابو کارول په انسان لازم دي چې د فایدې د لاسته راوړلو او د ضرر د مخنیوي لپاره اړین وي - سره د توکل نه په الله تعالی(چا چې په الله توکل وکړ هغه ورته بسنه کوي)،(او خاص په الله دې بروسه وکړي بروسه کوونکي) کله چې یو بنده دا کار وکړ الله به همداسې روزي ورکړي لکه څنګه یې چې مارغانو ته ورکوي سهار تشې ججورې ووزي او ماښام ډکې ججورې راځي

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د توکل فضیلت، او دا چې - توکل - د رزق د لاسته راوړلو یو له سترو اسبابو څخه دی.
  2. توکل د اسبابو په نظر کې نیولو سره په ټکر کې عمل ندی، ځکه هغه خبر ورکړی چې ریښتیني توکل درزق په لټه کې د سهار او ماښام له تګ راتګ سره مخالف - عمل -ندی.
  3. د زړونو پر عملونو د شریعت پاملرنه؛ ځکه توکل یو قلبي عمل دی.
  4. په الله تعالی توکل کول د رزق د لاسته راوړلو لپاره یو معنوی سبب دی، او د حسی سبب کارول ورسره مخالفت نه لري.
  5. په ټولو غوښتنو کې پر الله تعالی د توکل کولو مشروعیت، او دا د ایمان له فرایضو څخه دي، الله تعالی فرمایلي: {وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ}. او پر الله توکل وکړئ که چیرته تاسو مؤمنان یاست.
نور