1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي

عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قالَ:
«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ».

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 13

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان تر هغه پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي تر څو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي هغه که: طاعتونه او یا هر ډول دیني او دنیوي ښېګڼې وي او دا چې څه د ځان لپاره بد ګڼي د هغه لپاره یې هم بد وګڼي، نو که چېرته یې په خپل ورور کې دیني نېمګړتیا ولیده، په اصلاح کې یې زیار باسي او که کومه ښېګڼه یې پکې ولیده نو ملاتړ یې کوي او د دین او دنیا په اړه یې ورته نصیحت کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر انسان واجب دي چې خپل ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي؛ ځکه له هغه چا څخه د ایمان نفي کول چې مسلمان ورور ته هغه څه نه خوښوي چې ځانته یې خوښوي پدې دلالت کوي چې دا کار واجب دی.
  2. د الله لپاره ورورولي له نسبي ورورولۍ څخه پورته ده، نو واجب دي چې حق یې ادا شي.
  3. د هر هغه کلام او عمل ممانعت چې له دې مينې سره په ټکر کې وي، لکه خيانت، غيبت، حسد او د مسلمان په نفس، مال او عزت تيری کول.
  4. ځینې کلمې وکاروئ چې عمل کولو ته هڅوونکي وي، لکه څنګه یې چې فرمایلي: لأخیه یعنې"خپل ورور ته".
  5. کرماني رحمه الله فرمایلي دي: دا هم د ایمان نښه ده چې د خپل ورور لپاره هغه شر خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې نه خوښوي، خو د هغه شي یادونه یې ونه کړه؛ ځکه د یو څه سره مینه کول د هغه له مخالف څخه نفرت کولو ته اړتیا لري، نو دلیل یې پرې را نه وړ ځکه چې بسنه کوي.

د ژباړو راړول

61 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو