عن شداد بن أوس رضي الله عنه مرفوعًا:« إن الله كتب الإحسانَ على كل شيء، فإذا قتلتم فأحسِنوا القِتلةَ وإذا ذبحتم فأحسِنوا الذِّبحة، وليحد أحدُكم شَفْرَتَه ولْيُرِحْ ذبيحتَهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له شداد بن أوس - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی چې : «الله په هر شي باندې نیکي کول لیکلي دي، نو کله مو چې وژل کول، په ښه توګه یې ووژنئ، او کله مو چې حلاله کوله، په ښه توګه حلاله وکړئ، او ستاسو څخه یو څوک باید خپل تیغ تیز کړي او خپله قرباني دې راحت کړي».
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

مسلمان ته په کار دي چې په نيت او سلوکو کې مهربانه وي او په اطاعت او عبادت کې مهربانه وي او په خپل کار او کسب کې مهربانه وي او له انسانانو او څارویو سره مهربانه وي. آن پر بې روحه هم مهربانه وي، په دې کې شک نشته چې د څاروي حلالوونکی یې په حلالولو سره دردوي، او چاره هم نشته چې حلال یې نه کړي، ځکه ګټه ترې پورته کوي، نو له دې څخه مراد د انسان په نفس کې د رحمت، شفقت، زړه سوي او مهربانۍ روزنه ده، تر څو له دې اخلاقو څخه بې پروا نه شي که څه هم په حقه ذبح کوونکی یا وژونکی وي، او پدې کې پاملرنه ده دې ته چې که چیرته نیکي کول په وژلو او حلالولو کې مطلوب وي نو په نورو کارونو کې یې په غوښتلو زیات او سخت ټینګار شوی دی، او له نیکۍ څخه - د حلالې پر مهال - د چاقو تېزول دي تر څو څاروی راحت شي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه ألماني ياباني آسامي ألباني الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په نیکۍ سره امر کول، او دا په هر څه کې د هغې مطابق ده، د پټو او ښکاره واجباتو په تر سره کولو کې نیکي دا ده چې: په پوره توګه یې وجوب اداء شي، نو دومره اندازه نیکي پکې واجب ده، او دمستحباتو په راوړلو کې نیکي دا ده چې مستحب اداء شي، او د حرامو په پرېښودلو کې نیکي له حرامو لاس اخیستل او ورڅخه منع کېدل او د ښکاره او پټو - حرامو - پرېښودل دي، او دومره اندازه - نیکي - کې واجب ده، او - د الله له لخوا - په تقدیراتو باندې د صبر کولو نیکي دا ده چې پرته له زړه بدوالي او شکایت څخه پرې صبر وکړو، او د خلكو سره په چلند او ښه وخت تیرولو كې د الله لخوا واجب احسان د هغه څه كول دي چې الله - تعالی - پرې د دوى په حق كې امر كړى دى، او د مخلوق په سرپرستۍ کې واجبه نیکي دا ده چې پر دوی د مشروعه سرپرستۍ دنده سر ته ورسول شي، او له څارویو څخه د هغه څه په وژلو کې چې وژل یې روا دي، نیکي دا ده چې: په چټکه، اسانه او غوره طریقې سره یې ساه وویستل شي، پرته له دې چې زیات تکلیف ورته ورسیږي ځکه چې دا یو داسې دردول دي چې اړتیا ورته نشته.
  2. د الله - تعالی - رحمت پر بنده ګانو، او دا چې هغه په هر څه مهرباني لیکلي ده:
  3. الله - تعالی - لره پادشاهي اوحاکمیت دی لکه چې فرمایي: " الله تعالی په هر څه نیکي لیکلې ده " او د الله - تعالی - لیکل په دوه ډوله دي: تقدیري لیکل او شرعي لیکل.
  4. نیکي ټولو شیانو ته شاملیږي، ټول هغه څه چې نیکي کول پکې امکان ولري لکه چې فرمایي: "إِنَّ الله كَتَبَ الإِحسَانَ عَلَى كِلِّ شَيء". الله تعالی هر څه سره نیکي لیکلي ده.
  5. د متلونو په وړاندې کولو سره د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د ښوونې غوره طریقه، ځکه چې متلونه معناګانې سره نږدې کوي، لکه چې فرمایي:إِذَا قَتَلتُمْ. یعنې کله مو چې - په حقه - وژل کول. إِذَا ذَبَحْتُمْ. يعنې کله مو چې حلاله کوله.
  6. د وژل شوي سره د نیکۍ کولو وجوب، ځکه چې دا د حال توصیف دی نه د فعل.
  7. د حلالې پر مهال نیکي - دا ده - چې په شرعي طریقې سره یې ذبح کړو.
  8. د څاروي د ربړولو حرمت لکه چې ځنې یې هدف(نښه) ګرځوي، یا یې وږی کوي، او یایې د اوږد مهال لپاره له خوراک او څښاک پرته بندوي.
  9. د دې شریعت بشپړتیا او ټولو ښېګڼو ته یې شاملیدل، لدې څخه په څارویو ترحم، او پر حیواناتو زړه سوی.