عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم- فيما يرويه عن ربه -تبارك وتعالى- قال: «إن الله كَتَبَ الحسناتِ والسيئاتِ ثم بَيَّنَ ذلك، فمَن هَمَّ بحسنةٍ فَلم يعمَلها كَتبها الله عنده حسنةً كاملةً، وإن هَمَّ بها فعمِلها كتبها اللهُ عندَه عشرَ حسناتٍ إلى سَبعِمائةِ ضِعْفٍ إلى أضعافٍ كثيرةٍ، وإن هَمَّ بسيئةٍ فلم يعملها كتبها الله عنده حسنة كاملة، وإن هَمَّ بها فعمِلها كتبها اللهُ سيئةً واحدةً». زاد مسلم: «ولا يَهْلِكُ على اللهِ إلا هَالِكٌ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې هغه د خپل رب تبارک و تعالی څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: الله تعالی نیکۍ او بدۍ لیکلي دي، بیا یې د دې په اړه وضاحت ورکړ، چا چې د نیک عمل اراده وکړه خو ویې نه کړ، الله تعالی یې خپل ځان سره پوره نیکي لیکي، او که چیرته یې اراده وکړه او بیا یې پرې عمل وکړ الله تعالی یې ورته لس چنده تر اوه سوه چنده او څو چنده زیات - ثواب - لیکي. او كه يې د ګناه اراده وكړه او ويې نه كړه، نو الله -تعالی- له هغه سره پوره نيكي ورته ليكي او كه يې اراده وكړه او ویې كړه؛ نو الله -تعالی- هغه د يوې ګناه په توګه ليكي. مسلم زیاتوي: "هیڅوک به د الله په وړاندې هلاک نشي مګر یو هلاکیدونکی."
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

په دې ستر حدیث کې دي چې د یو نیک کار اراده چې د عملي کولو ټینګار ورسره وي - انسان ته پرې - نیکي لیکل کیږي اګر که عمل پرې ونه شي، او که چیرته نیکي تر سره شي هغه لس چنده اضافه کیږي، او چا چې د ګناه اراده وکړه بیا یې د الله لپاره پرېښوده نیکي ورته لیکل کیږي، او چا چې ګناه وکړه یوازې یوه ګناه ورته لیکل کیږي، او چا چې د ګناه اراده وکړه بیا یې پرېښوده هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، دا ټول د الله - تعالی - په لوی رحمت دلالت کوي چې په دې لوی فضل او لوی نعمت سره یې احسان کړی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه ألماني ياباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر دې امت د الله - تعالی - د لوی فضل بیان، ځکه که چېرته په حدیث کې د دې - خبرو - ذکر نه و راغلی نو لوی مصیبت به و، ځکه له بندګانو څخه ډیر ګناهونه کیږي.
  2. ساتونکی ملائکې د زړونو عملونه لیکي، د هغه چا د - نظریې - خلاف چې وایي دوی پرته له ښکاره کړنو څخه نور څه شی نه لیکي.
  3. د ښو او بدو د لیکلو ثبوت چې کله تر سره شي، - او په پایله کې یې - ثواب، ګناه او جزا وي د الله تعالی د دې قول په دلیل: "إن الله كتب الحسنات والسيئات". الله تعالی نیکۍ او بدیانې ټول لیکي".
  4. تر سره شوې نیکۍ او ترسره شوې بدۍ، هغه څه دي چې ورڅخه فارغ شوی دی او لیکل شوي او ځای پر ځای شوي دي، او بندګان په خپله خوښه هغه څه کوي چې پر دوی لیکل شوي دي.
  5. د الله جل جلاله د افعالو ثبوت د هغه د دې ​​قول په دلیل چې فرمایي: " کتب" یعنې هغه لیکلي دي، او برابره ده که مونږ ووایو چې هغه د لیکلو امر کړی، یا هغه پخپله لیکلی، ځکه چې په دې اړه نور حدیثونه راغلي دي. لکه د هغه - صلی الله علیه وسلم - دا قول: (وكتب التوراة بيده)(او تورات یې په خپل لاس لیکلی دی) پرته د مثال له بیانولو او یا تاویل څخه.
  6. پر مخلوقاتو د الله - تعالی - پاملرنه، ځکه چې هغه د دوی ښه او بد عملونه په تقدیری او شرعي توګه لیکلي دي.
  7. په عملونو کې نیت او اغیزې ته یې اعتبار ورکول.
  8. له لنډیز څخه وروسته تفصیل بیانول د بلاغت له وجوهو څخه دي.
  9. د نیکۍ په اراده کولو سره پوره نیکي لیکل کیږي.
  10. د الله جل جلاله فضل، مهرباني او احسان دی چې که یو څوک د نیکۍ قصد وکړي الله تعالی یې نیکي لیکي، او که څوک د بدۍ اراده وکړي او بیا یې د الله لپاره پریږدي بیا هم ورته نیکي لیکل کیږي او په (هَمَّ) سره مراد : قصد او اراده كول دي، نه یوازې په زړه کې دیو څه تېریدل.