+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَاعَدَ اللهُ وَجْهَهُ عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1153]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1153]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا په جهاد کې یوه ورځ روژه ونیوله، او ویل شوي چې په جهاد او یا بل څه کې پدې شرط چې خاص د الله لپاره او له الله تعالی څخه د اجر او ثواب تر لاسه کولو په نیت وي؛ نو الله تعالی به په خپل فضل د هغه او د اور تر منځه اویا کاله لرې والی راولي.

د حديث له ګټو څخه

  1. نووي ویلي: پدې کې د الله تعالی په لار کې د روژې نیولو فضلیت راغلی، او مراد ترې هغه څوک دی چې د روژې په نیولو سره نه متضرره کېږي او له امله یې ترې کوم حق نه پاتې کیېږي، جګړه او د جګړې بله کومه اړینه چاره یې پرې نه ګډوډیږي.
  2. په نفلي روژو ټینګار او نیولو ته یې هڅول.
  3. دا اړینه ده چې اخلاص ولرو او د الله جل جلاله رضا وغواړو، او ځان ښودنې، شهرت او نورو مقاصدو لپاره روژه و نه نیسي.
  4. سندي د (في سبيل الله) په اړه ویلي چې کېدی شي مراد ترې یوازې د نیت اصلاح وي، او کېدی شي مراد ترې دا وي چې هغه پداسې حال کې روژه ونیسي چې په غزا کې وي، او دویم احتمال نږدې دی.
  5. ابن حجر ويلي: د هغه دا وینا چې فرمایي: (سبعين خريفًا) یعنې اویا مني؛ چې منی د کال معلوم وخت دی، او دلته ترې مراد کال دی، او له نورو فصلونو - اوړي، ژمي او پسرلي- پرته یې د خزان یا مني یادونه ځکه وکړه چې د خزان فصل تر ټولو پاکیزه موسم لري او میوې پکې راټولیږي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني هالنډي ژباړه ګجراتي رومانیایي ژباړه هنګري الموري اورومي ژباړه Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الماراثية
د ژباړو کتنه