1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول

عَنْ عَبْدَ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ العَاصِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّكَ لَتَصُومُ الدَّهْرَ، وَتَقُومُ اللَّيْلَ؟»، فَقُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: «إِنَّكَ إِذَا فَعَلْتَ ذَلِكَ هَجَمَتْ لَهُ العَيْنُ، وَنَفِهَتْ لَهُ النَّفْسُ، لاَ صَامَ مَنْ صَامَ الدَّهْرَ، صَوْمُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ صَوْمُ الدَّهْرِ كُلِّهِ»، قُلْتُ: فَإِنِّي أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ، قَالَ: «فَصُمْ صَوْمَ دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ، كَانَ يَصُومُ يَوْمًا وَيُفْطِرُ يَوْمًا، وَلاَ يَفِرُّ إِذَا لاَقَى».

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ته په دوامداره توګه روژه نیسې او د شپې تهجد کوې؟» ما وویل: هو، هغه وفرمایل: «کله چې ته داسې کوې، نو له امله یې سترګې ستړې او بدن ګمزوری کېږي هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول» ما وویل: «زه تر دې هم زیات کولای شم» هغه وفرمایل: «نو د حضرت داود علیه السلام روژه ونیسه، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به بوزه کېده، او د جګړې پر مهال به یې له میدان څخه تېښته نه کوله».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 1979

تشریح

پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما ټول کال پرله‌پسې روژې نیسي او نه‌ یې ماتوي، او ټوله شپه لمونځ کوي او نه‌ ویده کېږي؛ نو له دې کاره یې منع کړ او ورته یې وویل: "روژه نیسه او بوزه کېږه هم، تهجد کوه او ویده کېږه هم". او له پرله‌پسې روژو نیولو او ټولې شپې لمونځ کولو یې منع کړ، او ورته یې وفرمایل: بېشکه که ته دا کار وکړې، نو سترګې به دې کمزورې شي، ژورې به شي او دننه به لاړې شي، نفس به دې ستړی، تن به دې ستومانه او کمزوری شي؛ نو هغه چا روژه نده نېولې چې ټول کال روژه کېږي؛ ځکه چې د نهې د مخالفت له وجې د روژې ثواب یې نه دی ترلاسه کړی، او نه بوزه شوی دی، ځکه چې تل به یې روژې نیولې. بیا یې ورته لارښوونه وکړه چې له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې به وي لکه ټول کال چې روژه شوی وي؛ ځکه (په ثواب کې) هره ورځ د لسو ورځو سره برابره ده، او دا تر ټولو لږ زیاتوالی دی چې له مخې یې نیکي څو چنده کېږي. نو عبد الله وویل: زه لدې زیاته وړتیا ولرم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې داسې ده نو د داود علیه السلام په څېر روژه ونیسه چې هغه د (نفلي) روژو نیولو لپاره تر ټولو غوره حالت دی، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او بله ورځ به بوزه کېده، او د ښمن سره د مخ کېدو پر مهال به یې تېښته نه کوله؛ ځکه روژې نیولو یې بدن نه و کمزوری کړی.

د حديث له ګټو څخه

  1. له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول (په ثواب کې داسې دي) لکه ټول کال روژه نیول، ځکه چې نیکي یو په لس چنده ده، نو دیرش روژې کېږي، کله چې له هرې میاشتې درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال چې روژه شوی وي.
  2. د الله (جل جلاله) لور ته د بلنې له طریقو څخه یوه نېکو اعمالو ته هڅونه او د هغې ثواب او پرې د دوامداره پاتې کېدلو د ثواب یادونه ده.
  3. خطابي - رحمه الله - ویلي: د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه د کیسې لنډیز دا دی چې الله تعالی خپل بنده یوازې د روژې نیولو لپاره نه دی مکلف کړی، بلکې هغه یې د عبادت پر مختلفو ډولونو مکلف کړی دی، نو که یو څوک خپل ټول طاقت یوازې پر یوه عبادت کې مصرف کړي، په نورو عبادتونو کې به پاتې راشي، نو غوره دا ده چې اعتدال (منځ‌لاریتوب) اختیار شي، ترڅو له خپلې قوې څخه یوه برخه نورو عبادتونو ته پاتې شي، او همدې معنا ته د نبي علیه‌السلام په دې وینا کې اشاره شوې ده چې د داوود علیه‌السلام په اړه یې وفرمایل: "او هغه به د دښمن له مخامخ کېدو څخه تېښته نه کوله" — ځکه چې هغه به په بوزه کېدلو سره ځان د جهاد لپاره پیاوړی کاوه.
  4. له سخت‌ګیرۍ او مبالغې څخه په عبادت کې منع شوې ده، او خیر په دې کې دی چې سنت تعقیب شي.
  5. د جمهورو علماوو مذهب دا دی چې ټول عمر روژه نیول مکروه عمل دی، او که څوک پر خپل ځان سختي راولي، ځان ته ضرر ورسوي، ځان مجبوروي او د نبي صلی الله علیه وسلم له سنت څخه مخ اړوي، پدې باور چې د هغه له څخه سنت څخه بله تګلاره غوره ده، نو بیا یې نیول حرام دي.

د ژباړو راړول

46 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية