+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
أَوْصَانِي خَلِيلِي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِثَلاَثٍ: صِيَامِ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَرَكْعَتَيِ الضُّحَى، وَأَنْ أُوتِرَ قَبْلَ أَنْ أَنَامَ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1981]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې:
زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1981]

تشریح

ابوهریرة رضي الله عنه خبر ورکوي چې دوست یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دریو خویونو په درلودلو وصیت کړی دی:
لومړی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول.
دویم: هره ورځ د څاښت دوه رکعته لمونځ کول.
دریم: له وېده کېدو وړاندې وتر کول، د هغه چا لپاره چې وېره لري د شپي په وروستۍ برخه کې نه شي راویښېدلی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. صحابه کرامو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېلابیل ډول سپارښتنې د خپلو ملګرو د حالاتو په اړه د هغه د پوهې پر بنسټ وې، او دا چې کوم کار د هر یو لپاره مناسب و لکه د پیاوړې انسان لپاره جهاد، د عابد لپاره عبادت او د عالم لپاره علم او داسې نور.
  2. ابن حجر العسقلاني د دې وینا په اړه ویلي: صوم ثلاثة أيام من كل شهر یعنې په هره میاشت کې درې ورځې روژه نیول، چې مراد ترې ایام البیض دي؛ هغه ورځې چې شپه یې رڼا وي او هغه د هجري میاشتو: دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ورځې دي.
  3. ابن حجر العسقلانی ویلي:
  4. له دې څخه دا حکم اخیستل کیږي چې له خوبه مخکي وتر کول مستحب دي د هغه چا لپاره چې له راويښېدو څخه ډاډه نه وي.
  5. د دې دریو عملونو ارزښت؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خپلو ګڼو ملګرو ته وصیت کړی دی.
  6. ابن دقیق العید د دې وینا په اړه فرمایلي: (وركعتي الضحى) یعنې او د څاښت دوه رکعتونه، چې کېدی شي لږ عدد یې د دې لپاره ذکر کړی وي چې لږ تر لږه دوه باید وشي، او پدې کې په دې خبره دلیل دی چې د څاښت لمونځ مستحب دی او لږ یې دوه رکعته دی.
  7. د څاښت د لمانځه وخت: د لمر له راختو څخه نږدې یو پاو وروسته، او وخت یې د ماسپښین د لمانځه څخه تر لس دقیقو مخکې وخت پورې غځیږي، او د رکعتونو شمېر یې: لږتر لږه دوه رکعته دی او په ډېرو کې اختلاف دی، ویل شوي چې اته رکعتونه دي او داسې هم ویل شوي چې ډېر یې حد نه لري.
  8. د وتر وخت: د ماخوستن له لمانځه څخه د سهار تر ختلو پورې، او لږ یې یو رکعت او ډېر یې یوولس رکعته دي.
نور