عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«تَحَرَّوْا لَيْلَةَ القَدْرِ فِي الوِتْرِ مِنَ العَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2017]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 2017]

تشریح

رسول الله ﷺ د قدر شپې پسې د لټون، د هغې د لاندې کولو او پلټنې په اړه خلکو ته لارښوونه کړې چې نېک عملونه زیات کړي، او زیاته هیله مندي شته چې هر کال دا شپه د وروستۍ لسیزې په تاقو شپو کې وي چې عبارت دي له : یوویشتمې، درویشتمې، پنځه ویشتمې، اووه ویشتمې او نهه ویشتمې شپې څخه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قدر د شپې فضیلت او په پلټنه یې ټینګار.
  2. الله جل جلاله د خپل رحمت له مخې دا شپه له خلکو څخه پټه کړې ده تر څو خلک په عبادت کې زیار وباسي، تر څو یې لاندې کړي او زیات ثوابونه وګټي.
  3. د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې وي او زیاته هیله مندي شته چې په تاقو شپو کې وي.
  4. د قدر شپه د رمضان د وروستیو لسو شپو څخه یوه ده، دا هماغه شپه ده چې الله تعالی پکې قرآن کریم پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نازل کړ، الله تعالی دغه شپه د برکت، عظمت او د نېکو عملونو د اجر له مخې تر زرو میاشتو غوره ګرځولې ده.
  5. د دال توري په سکون سره "لیلة القدر" ورته ځکه ویل شوي چې یا خو: د عظمت او شرافت له مخې: لکه چې ویل کېږي: "فلانی د لوړ قدر خاوند دی، نو د شپې نسبت به داسې وي لکه: خپل صفت ته د یو شي نسبت، یعنې قدرمنه شپه، یعنې دا چې دا شپه تر پای پورې لوی قدر او لوړه مرتبه لري او له همدې امله "شریفه شپه" بلل شوې ده، الله تعالی فرمایي: ﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ ﴾ [الدخان: ۳] «بېشکه موږ هغه (قرآن) په یوه برکتناکه شپه کې نازل کړی». او یا دا چې د تقدیر او اندازې له مخې ورته د قدر شپه ویل شوې ده، نو معنا به یې دا وي چې دا هغه شپه ده چې پکې د ټول کال برخلیکونه او فیصلې کېږي، الله تعالی فرمایلي: ﴿ فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴾ [الدخان: ۴] ، «په دې (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي».
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (43)