+ -

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ رِجَالًا مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُرُوا لَيْلَةَ القَدْرِ فِي المَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ، فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2015]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو ته د قدر شپه په وروستیو اوو شپو کې په خوب کې وښودل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ««زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2015]

تشریح

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو سړیو خوب ولید چې د قدر شپه د رمضان د میاشتې له وروستیو شپو څخه یوه ده. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ګورم چې ستاسو خوبونه د رمضان د وروستیو اوو شپو په اړه سره یو شی دي، نو څوک چې د قدر شپې پسې ګرځي، او غواړي چې پیدا یې کړي، نو د موندلو پسې دې په زیات عبادت او نېکو عملونو سره کوښښ وکړي، او تمه شته چې دا شپه په همدې وروستیو اوو شپو کې وي، او دا وروستۍ اووه شپې داسې پیلېږي چې: که چېرې رمضان دېرش ورځې وي، نو دا شپې د څلورویشتمې شپې نه پیلېږي، او که چېرې میاشت نهه ویشت ورځې وي، نو له درویشتمې شپې څخه پیلېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قدر د شپې فضیلت او پر لټون یې ټینګار.
  2. الله جل جلاله د خپل رحمت له مخې دا شپه له خلکو څخه پټه کړې ده تر څو خلک په عبادت کې زیار وباسي، تر څو یې لاندې کړي او زیات ثوابونه وګټي.
  3. د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې وي او زیاته هیله مندي شته چې په تاقو شپو کې وي.
  4. د قدر شپه د رمضان د وروستیو لسو شپو څخه یوه ده، او دا هماغه شپه ده چې الله تعالی پکې قرآن کریم پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نازل کړی، او دا شپه یې د برکت، عظمت او د نېکو عملونو د اجر له مخې تر زرو میاشتو غوره ګرځولې ده.
  5. د دال توري په سکون سره ورته "لیلة القدر" یا خو: د عظمت او شرافت له مخې ده: لکه چې ویل کېږي: "فلانی د لوړ قدر خاوند دی، نو د شپې نسبت به داسې وي لکه: خپل صفت ته د یو شي نسبت، یعنې قدرمنه شپه، یعنې دا چې دا شپه تر پای پورې لوی قدر او لوړه مرتبه لري او له همدې امله "شریفه شپه" بلل شوې ده، الله تعالی فرمایي: ﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ ﴾ [الدخان: ۳] ژباړه: "بېشکه موږ هغه (قرآن) په یوه برکتناکه شپه کې نازل کړی، او یا دا چې د تقدیر او اندازې له مخې ورته د قدر شپه ویل شوې ده، نو معنا به یې داسې وي چې دا هغه شپه ده چې پکې د ټول کال برخلیکونه او فیصلې کېږي، الله تعالی فرمایلي: ﴿ فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴾ [الدخان: ۴]، ژباړه: "په دې (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه