عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنينَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ أَحْيَا اللَّيْلَ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ، وَجَدَّ وَشَدَّ الْمِئْزَرَ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1174]
المزيــد ...
له ام المؤمنین عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایي چې:
کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او ( د عبادت لپاره به یې ) ملابند کلک کړ.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1174]
نبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د رمضان وروستۍ لس ورځې داخل شوې، نو ټوله شپه به یې په ډول ډول عبادتونو سره تېروله، خپله کورنۍ به یې د لمانځه لپاره راویښوله، او په عبادت کې به یې له معمول څخه زیات کوشش کاوه، ځان به یې عبادت ته وزګار کړ، او له خپلو مېرمنو به یې ځان کناره نیولې و.