عَنْ جَرِيرٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ يُحْرَمِ الرِّفْقَ يُحْرَمِ الْخَيْرَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2592]
المزيــد ...

جریر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي:
"څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2592]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې څوک له مهربانۍ څخه بې برخې شو، هېڅکله به په دیني او دنیوي چارو کې بریالی نه شي او نه په هغه څه کې چې د ځان لپاره یې کوي او یا یې له نورو سره کوي، نو یقینا چې له ټولو ښېګڼو څخه محروم شو.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مهربانۍ فضیلت او دا صفت په ځان کې پېدا کولو ته هڅول او د تاوتریخوالي غندل.
  2. په مهربانۍ کې د دواړو جهانونو ښېګڼه او د چارو پراخوالی دی او په تاوتریخوالي کې د دې برعکس.
  3. مهرباني د ښو اخلاقو او خوندیتوب پایله ده، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی د غصې او بې شرمۍ پایله ده، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني ستایلې او مبالغه یې پکې کړې ده.
  4. سفیان الثوري رحمه الله خپلو ملګرو ته وویل: آیا پوهیږئ چې مهرباني څه شی دی؟ مهرباني هغه څه دي چې هر کار په خپل ځای کې وکړي لکه : سختي په خپل ځای کې او نرمي په خپل ځای کې؛ توره په خپل ځای کې او دره په خپل ځای کې.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (50)
نور